سرچینې آماج ته مني؛ چې طالبانو هرات کې د طلوع طنزي خپرونې چلوونکو ته خبرداری ورکړی؛ چې هېڅکله د دوی په اړه خپرونه جوړه نه کړي.
د یادې سرچینې په وینا؛ طالبانو یاده طنزي ډله په بند او وهلو ډبولو ګواښلې او دوی ته یې ویلي چې د طالبانو اړوند خپرونو د لیدو په صورت کې به؛ طالبان له دوی سره جدي چلند وکړي.
دا طنزي ډله وروستیو کالونو کې نیوکه کوونکو طنزي خپرونو په برخه کې هرات کې فعالیت کړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې تېرو نه میاشتو کې د طالبانو محدودیتونو له امله، ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی.
د راپورونو پر بنسټ؛ یاده موده کې نږدې ۷ زره رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.