په تېر حکومت کې د شاهین ۲۰۹ قول اوردو د ارکانو رییس ډګروال آدینه محمد آزاد خپلوان آماج ته وایي؛ چې نوموړی، زوی یې او درې کسان خپلوان یې د طالبانو لخوا نیول شوي.
دوی زیاتوي چې طالبانو ډګروال آزاد د (یکشنبې د چنګاښ ۲۶مه) ورځ د کابل – بغلان لارې په اوږدو کې د «مېخک» سیمه کې نیولی او د بغلان خنجان ولسوالۍ ته یې بوولی.
د یاد پخواني پوځي خپلوان زیاتوي چې طالبانو له وهلو ډبولو وروسته د نوموړي زوی او دوه خپلوان له بندخونې خوشي کړي.
د دوی په وینا؛ ډګروال آزاد او د رحیمالله په نوم یو کس خپلوان یې؛ د پخواني حکومت د پامیر قول اوردو د استخباراتو او کشف مدیر، لاهم د طالبانو په بند کې دي او کورنۍ یې له برخلیک څخه مالومات نه لري.
طالبانو د تېر کال زمري میاشتې ۲۴ مه افغانستان کې له واک ته رسېدو سره؛ عمومي بښنه اعلان کړه او ویې ویل چې د تېر نظام امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېڅ ډول وېرې پرته خپل عادي ژوند ته دوام ورکولی شي.
خو د دې ډاډ سربېره؛ څو ځلې داسې راپورونه خپاره شوي چې طالب ځواکونه د پخواني حکومت پوځیان په بېلابېلو بهانو او بېلابېلو ولایتونو کې نیولي، وهلي ډبولي او په قتل یې رسولي؛ هغه موضوع چې تل یې طالبان رد کوي.