په تخار ولایت کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو د یاد ولایت ځوانان له مقاومت جبهې سره د همکاری په تور نیولي، ځورولي او یو شمېر په ضمانت سره خوشي شوي.
د سرچینې په وینا؛ د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ د ایمند سیمې هغه اوه ځوانان چې له ایران څخه را ګرځول شوي، د طالبانو لخوا له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي.
سرچینې زیاته کړې؛ چې تازه طالبانو د یاد ولایت د فرخار ولسوالۍ له خرماب سیمې څخه اته کسان نیولي او لا هم د دوی په بند کې دي.
طالبان په دې اړه څه نه وایي.