تخار کې د نامالومو وسلوالو له لوري څلور طالب ځواکونه وژل شوي

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې یاد ولایت کې د څلور طالب ځواکونو په ګډون د دوی قومندان عبیدالله د نامالومو وسلوالو له لوري وژل شوي.

د سرچینې په وینا؛ دا پېښه تېره شپه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ په سریغ مامي سیمه کې د عبیدالله په میلمستون کې شوې ده.

بل پلو د طالبانو یوه سرچینه آماج ته وایي؛ چې د یادې پېښې په تړاو د کریم‌الله، حیات‌الله او عبیدالله په نوم درې تنه نیول شوي.

په تخار کې طالب مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ