په دایکندي ولایت کې سیمهییزو سرچینو آماج نیوز ته ویلي، چې طالبانو په دې ولایت کې د افتاب راډیو مالک په هرات کې نیولی دی.
دغي سرچينې زياتوي، چې میرزا حسني، چې د افتاب راډيو مسوول او په دغه ولايت کې د مدني ټولنو د شبکې مشر و، له څو ورځو راهيسې په هرات ولايت کې د طالبانو له خوا نیول شوی او شکنجه شوى دى.
ویل کیږي چې ښاغلی حسني د دایکندي ولایت له تاجک تبارو څخه دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د حسني کورنۍ او د هرات د علماوو شورا د هغه د خلاصون هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.
دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د طالبانو له خوا د خبریالانو، د رسنیو د فعالینو او مدني ټولنو په خپلسرو نیولو کې زیاتوالی راغلی دی.