د طالبانو د مکتوب وروسته؛ د خصوصي پوهنتونونو څخه د فارسي ادبیات لیري او ثقافت یې ځای ونیو

لخوا Aamaj News

طالبانو خصوصي پوهنتونو ته د یوه مکتوب په صادرولو سره د اسلامي ثقافت د واحدونو شمېر درې چنده کړي دي.

په همدې حال، په کابل کې د خصوصي پوهنتونو د ادبیاتو یو شمېر استادان وایي چې خصوصي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د واحدونو د زیاتېدو لکبله، د فارسي ادبیاتو مضمون له خپل درسي توکو لیري کړی او پر ځای یې اسلامي ثقافت اضافه کړی.

په کابل کې د خصوصي پوهنتون یو استاد له آماج سره په خبرو کې دغه موضوع منلې ده.

د اسلامي ثقافت د کریډیټونو د ډېرښت دغه مکتوب ټولو خصوصي پوهنتونو ته استول شوی.

له خصوصي پوهنتونونو څخه د فارسي ادبیاتو لیري کول د پوهنتون استادانو، د رسنیو فعالانو او ټولنیزو شبکو کاروونکو له غبرګونونو سره مخ شوی.

د افغان فیلم پخوانۍ ریسې، صحرا کریمي په دې اړه خپل په ټویټر کې لیکلی: «داسي انګېرو چې له پوهنتونونو څخه مو د دری/فارسي ادبیات لیري کړل؛ له فردوسي، مولانا، حافظ، سعدي، شاهنامه، ګلستان، بوستان، بیدل، خیام، مثنوی معنوي سره به څه وکړي؟ آیا د دوی د لیري کول واک لري؟ څرګنده ده چه نه.“

نوموړې زیاته کړې ده چې د فارسي ادبیات او ژبه پخواني او اصیل دي؛ هر څوک نا څوک یې د لیري کولو توان نه لري.

له یوې خوا د عدلیې وزارت پخواني ویاند، امان ریاضت په یو غبرګون کې لیکلی: «فارسي د پوهنتونو له لوحو څخه لیرې شوه. فارسي له اداري مکتوبونو څخه لیرې شوه. فارسي له درسي مضمونونو څخه لیرې شوه. فارسي د ښارونو له ښه راغلاست لوحې لیرې شوه.»

هغه زیاته کړې: «له دغو ټولو سره، آیا طالب له اسلامي جامو سره یو توکمیز لښکر نه دی؟ په خواشینۍ سره چې هو. آیا پرته له دې اخیسته کولای شو؟»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ