طالبانو د پروان احصايې ریاست کې د تاجېک کارکوونکو پر ځای خپل جنګیالي ځای پر ځای کړي

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د پروان د احصایې ریاست ټول تاجېک کارکوونکي غوربند ولسوالۍ ته استولي او پر ځای یې خپل جنکیالي ځای پر ځا کړي دي.

یادې سرچینې د اسنادو په استولو سره ویلي چې غوربند ته استول شوي کارمندان د عالي زده کړو درلودونکي دي؛ خو د طالبانو تازه ګومارل شوي جنګیالي مذهبي زدکړي لري.

یادې سرچینه همدارنګه زیاته کړې چې طالبانو امر کړی ترڅو له دې وروسته په دغه ریاست کې ټول مکتوبونه او استعلامونه په پښتو ژبه وي.

د یاد ریاست یو کارکوونکي ویلي: «موږ په پښتو نه پوهیږو خو موږ ته پښتو متن استوي البته په ضد سره ت څو موږ پخپله استعفا ورکړو.»

سره له دې چې طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی خو د طالبانو د کابینې او والیانو اکثریت پښتانه او طالبان دي او دا د افغانستان په څو توکمیزه ټولنه کې یې دا ناخوښي جوړه کړې؛ خو طالبانو وایي چې حکومت یې ټول ګډونه دی.

اړوند لیکنې