د خپل سرو نیولو دوام؛ طالبانو کابل کې یو پنجشېری ډاکټر ونیولو

لخوا Aamaj News

د محمدعلي جناح روغتون د ډاکټر عبیدالله رحماني خپلوان آماج ته وایي؛ چې طالبانو نوموړی نیولی او یو نامالوم ځای ته یې لېږدولی.

د یاد ډاکټر د خپلوانو په وینا، طالبانو عبیدالله د پنجشېري توب په جرم نیولی.

دوی وایي؛ په داسې حال کې چې عبیدالله له هېڅ سیاسي او ګوندي ډلې سره اړیکه نه درلوده؛ تېره ورځ په داسې حال کې چې د روغتون په لور په حرکت کې وو، د لارې په اوږدو کې دشت برچي سیمه کې نیول شوی او له برخلیک څخه یې لا مالومات نشته.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خپل سري نیونې په داسې حال کې کېږي؛ چې له دې وړاندې هم طالبانو په ځانګړي ډول پنجشېر کې ځوانان د پنجشېري‌توب په جرم نیولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ