طالبانو د پنجشېر په شتل ولسوالۍ کې یو بزګر په ډزو ووژلو

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته مني؛ چې طالبانو د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ په رویدره سیمه کې د ابراهیم په نوم یو بزګر په ډزو وژلی.

د سرچينې په وینا دغه پېښه تېره ورځ چهار شنبه مازيګر مهال پېښه شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې طالبانو هغه د خپلو ونو او کروندو د خړوبولو پر مهال وژلى دى.

طالبانو تل په پنجشیر کې د ملکي وګړو وژنه رد کړې ده.

تر اوسه د دغه بزګر د وژلو لامل مالوم نه دی، خو طالبانو تر دې وړاندې په پنجشېر کې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور لسګونه ملکي وګړي وژلي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

พรมปูพื้นรถยนต์ March 26, 2024 - 5:58 am

… [Trackback]

[…] Here you can find 92605 additional Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-panjshir-7/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ