پنجشېر کې د مقاومت کوونکو په لاس د څه کم څلوېښت طالبانو ژوندي نیول کېدو وروسته، طالبانو د غڅ اخیستو په موخه د ملکي وګړو په نیولو لاس پورې کړی دی.
پنجشېر ولایت کې سیمهییزې سرچینې آماج ته د ویډیوګانو په لېږلو سره وایي چې طالبانو نن (سه شنبه د زمري ۲۵مه) له غرمې وړاندې د یاد ولایت دره ولسوالۍ کې څه باندې ۴۶ ملکي وګړي له مقومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي.
د طالبانو دا خپلسري نیونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د مقاومت جبهې ویاند خبر ورکړ چې د یاد ولایت دره آرزو کې یې لسګونه طالبان ژوندي نیولي.
په ورته وخت کې طالبانو د خپلو جنګیالیو د نیولو کېدو خبر دروغ بللی او ویلي یې وو چې د دوی د پنجشېر ټولو سیمو کې فزیکي شتون لري او خپلو کسانو ته هر ډول ځاني مرګژوبله یې رد کړې.
دا په داسې حال کې ده چې آماج نیوز ته رسېدلي ویډیوګانې ښایي چې د پنجشېر جګړې ته له سویل څخه لسګونه طالب جنګیالي یاد ولایت ته استول شوي.