د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي؛ چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ټول حقوق خوندي دي.
مجاهد نن (یکشنبه، د غبرګولي ۱۵مه) په خپلهه ټوېټر پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ټول حقوق خوندي دي او په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او د ناسمو مالوماتو پر بنسټ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له بېلابېلو مذهبونو څخه ټول افغانان، خپلې مذهبي چارې په ازادانه توګه ترسره کوي.
د طالبانو ویاند ويلي: «موږ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کوو.»
دا په داسي حال کې ده؛ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د دیني ازادۍ وضعیت ډېر خراب دی.
نوموړي زیاته کړې وه: «په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندي، د مذهبي ازادۍ لپاره شرایط د پاموړ خراب شوي دي.»
بلینکن دا څرګندونې په واشنګټن کې د دغه وزارت د ۲۰۲۱ کال راپور پر مهال د دیني او مذهبي ازادۍ په اړه کړي وې.