د طالبانو استخبارات: موږ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته ژمن یو

لخوا Aamaj News

د افغانستان خصوصي ټلویزیونو لخوا د بهرنیو سریالونو د خپرولو بندېدلو امر او د طالبانو لخوا د طلوع نیوز ټلویزیون کارکوونکو نیولو خبرونو، د افغانستان رسنیو په وړاندې د طالبانو ورته کړنو کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلودل.

خو اوس د طالبانو د استخباراتو وزارت دې یو خبرپاڼې په خپرولو سره دې موضوع ته غبرګون ښودلی او د یاد وزارت ویاند ویلي؛ چې ځينو رسنیو داسې پروګرامونه خپرول چې د دیني احساسات یې زیانمن او د هېواد ملي امنیت یې ګواښول. همراز زیاته کړې: ”دا کړنه د مخربو کړیو لخوا د طالبانو په وړاندې د پروپاګند لامل هم کېدله.”

د استخباراتو وزارت ویاند زیاته کړې؛ چې په دوامداره توګه اړوند بنسټونو د رسنیو له مسوولینو سره ناستې درلودې، خو د نوموړي په وینا ټلویزیونونو په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او همدا د دې لامل شوه چې طالبان باید د هېواد ملي امنیت د خوندیتوب لپاره په یو لړ لارو چارو لاس پورې کړي.

په پای کې همراز ویلي؛ چې طالبان د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته ژمن دي. نوموړي زیاته کړي “په هېڅ ډول اجازه نه ورکو چې ملي ارزښتونه او د خلکو فکري امنیت وګواښل شي.”

د طالبانو د استخباراتو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې د راپورونو پر بنست، د افغانستان رسنۍ د خپل فعالیت تر ټولو بدې ورځې تېروي او له پلو لا څرګنده نه ده، چې له شریعت او قانون څخه چې طالبان وایي موخه څه ده او ملي امنیت طالبان څنګه تعریف کوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

spin238 April 7, 2024 - 9:22 am

… [Trackback]

[…] There you will find 40421 additional Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-media-3/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ