ملګرو ملتونو ته پرانیستی لیک؛ سیاسي او رسنیزي څېرې د طالب مشرانو پر سفر د بیا بندیزونو غوښتونکي شول

لخوا Aamaj News

تر ۶۰ زیاتو افغان سیاسي او رسنیزو څېرو ملګرو ملتونو ته د یو پرانیستي لیک په لړ کې پر طالب مشرانو د سفر د بندیزونو د بیا لګولو غوښتنه کړې.

په لیک کې ویل شوي چې طالبانو د افغانستان د بیا واک تر ترلاسه کولو وروسته او تر اوسه چې کومې پرېکړي کړي دي په افغانستان کې تر ټولو بد بشردوستانه ناورین پراخ کړی. په لیک کې راغلي چې طالبان په ټول افغانستان کې د «جنګي جرمونو» او «بشریت ضد جرمونو» په ګډون د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونو ته ژمن دي.

د دغه شمېر پېژندل شویو څېرو په باور، د طالبانو د سفرونو معافیت دوی د نړیوالو نورمونو له پامه غورځولو ته هیله من کړي او د دوی د په رسمیت پېژندلو چې د «نا مشروع» لارو څخه واک ته رسېدلي دی، احتمال ډېروي.

يادو څېرو دغه راز په ليک کې د طالبانو د سفرونو د معافیت د دوام په شرط نړيواله ټولنه له ژمنو څخه په سرغړونې تورنه کړې، او لیکلی، چې له طالبانو سره د اړيکو عادي کول به افغانستان د سيمي او نړۍ ثبات ته په ښکاره ګواښ بدل کړي.

دوی کابل ته له راستنېدو وروسته د طالبانو د ظلمونو په اړه د بښنې نړیوال سازمان بیانیې ته په اشارې سره ویلي چې طالبانو د القاعدې په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړی چې د داعش مشر، ایمن الظواهري د طالبانو له مشر، هبت الله اخندزاده، سره خپله ژمنه تازه کړې ده.

دغې څېرو زیاته کړې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په پراخ ډول د «ترهګرو په پټنځای» بدل شوی.

همدارنګه په دغه لیک کې نړیواله ټولنه مسوله بلل شوې او زیاته شوې چې نړۍ باید د ملکي افغانانو د ژوند کولو، کرامت او امنیت له حق څخه ملاتړ وکړي او له افغانستان او خلکو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

له دې وړاندې ، د بشري حقونو څار بنسټ هم د طالب چارواکو د سفر د معافیت لغو کول غوښتي و.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ویلی وو: «دولتونه باید د هغو سفري بندیزونو د معافیت د ختمولو ملاتړ وکړي چې د طالبانو ځینې لوړپوړي مشران محدودوي. دوی باید له داسې غونډو ډډه وکړي چې د طالب مشرانو ته باور ورکوي.»

د بشري حقونو په څار سازمان کې د ښځو د برخي مسولې له مرسته کوونکو هیوادونو، په ځانګړي ډول، متحده ایالاتو، جرمني، بریټانیا او اروپایي ټولنيې څخه وغوښتل چې په دې اړه دې جدي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تېر کال په اګسټ کې د بیا واک ته رسېدو وروسته لا هم منځني ښوونځیو او لېسو دروازې د افغان نجونو پر مخ نه دي پرانیستي.

دا په داسي حال کې ده؛ چې نړیوالې ټولنه، د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو او د ښځو حقونو نورو ملاتړ سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې ښځې او نجونې دي د کار او زده کړي له حق څخه نه بې برخي کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو او نجونو د زدکړي په اړه د طالبانو اوسني تګلاري دوه ګونی چلند، ناعادلانه او د نړیوالو قوانینو سره په ټکر بللی او د بشري حقونو څاربنسټ پر افغانستان باندې د طالبانو نږدې لس میاشتي واکمنۍ، د نجونو د زده کړي په برخه کې د دې هیواد تیارې ورځي ګڼلې دي.

دا په داسي حال کې ده چې ملګري ملتونه تېره ورځ (دوشنه، د غبرګولي ٣٠مه) د طالبانو د پوهني وزارت مرستیال، سعیداحمد شهید خیل او د لوړو وزارت سرپرست وزیر عبدالباقی بصیر اول شاه چې په عبدالباقي حقاني چې مشهور دی د سفر موقت معافیت لیري کړ.

په ملګرو ملتونو کې ډيپلوماتیکي سرچينې چې د نوم له ښودلو ډډه وکړه ویلي چې دغه اقدام پر افغان ښځو د طالبانو د محدودیتونو په غبرکون شوی.

له بلي خوا د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت معینیت چارسمبالی، لطف الله خیرخواه دغه اقدام ته په غبرګون ویلي چې دغه ډول پرېکړي یواځي وضعیت ”لا پېچلی“ کوي.

طالبانو ادعا لري چې د دوحې پرېکړه لیک له مخي، د دوی د ټولو غړو نومان باید د ملګرو ملتونو د سفر بندیز له لړلیک لیري شي.

اړوند لیکنې

4 تبصرې

89.9 the light November 4, 2023 - 2:06 am

A big thank you for your blog.Really looking forward to read more. Want more.

ځواب
La Reina Cartagena November 4, 2023 - 10:40 pm

Great website. Lots of useful information here. I look forward to the continuation.

ځواب
웹툰 사이트 November 13, 2023 - 11:25 am

… [Trackback]

[…] There you can find 19364 additional Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-leaders-2/ […]

ځواب
live horse racing free November 18, 2023 - 10:18 am

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب

یو نظر پریږدئ