د مقاومت عالي شورا: نندازییزه ناسته «د افغانانو لویه ناسته» یو طالباني نیرنګ دی او موږ یې نه منو

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ژغورولو لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «نندازییزه ناسته «د افغانانو لویه ناسته» یو طالباني نیرنګ دی او موږ یې نه منو.»

یادې شورا زیاته کړې؛ چې د ملي او نړیوال مشروعیت په نشتون، له تاوتریخوالي ډکې کړنې، سیاسي او قومي تصفیې، د بشر حقونو نقض، جنسیتي تبعض، د خدمتونو وړاندې کولو ناتوانایي، د بېکارۍ او بېوزلۍ ستونزو نه حل کېدل او همداشان په کور دننه افغانستان کې بهرنیو جکړه جوړونکو ته ته ځای ورکول د طالبانو حاکمیت له جدي ستونزو او حتمي زوال سره مخ شوی او اوس د نړۍ او ددافغانستان خلکو د ملاتړ په هڅه کې دی.

د افغانستان ژغورلو لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو «بې ګټې هڅې» پیل کړې دی. څو وتوانېږي زعم ته د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه او یو څه موده د دې ځمکې پر ځورلیدلو خلکو حکومت وکړي.

په یاده اعلامیه کې همداشان یادونه شوې، چې د طالبانو یوه هڅه په اصطلاح د بلنې کمیټه ده چې کابل کې د دوی له حاکمیت سره د سیاسي شخصیتونو د یو ځای کېدو لپاره د ځاني امنیت او د املاکو د استرداد لپاره جوړه شوې.

د افغانستان د ژغورلو لپاره د ملي مقاومت عالي شورا څرګنده کړې: «د طالبانو بله دوه مخي، کابل کې د وړاندې پلان شوې او د دوی په غوښتنه د افغانانو لویې غونډې جوړول دي تر څو د دې ډلې پر بدو دسیسو پرده راځوړنده کړي.»

یادې شورا زیاته کړې؛ چې دوی یادې دواړه هڅې د خلکو جمعي شعور ته سپکاوی، سیاسي څېرو ته سپکاوی او د طالبانو په جنایتونو کې د دوی شریکول او همداشان د نړیوالې ټولنې افکارو په لوبو نیول بولي او هغه په قاطعیت سره رد کوي.

په اعلامیه کې یادونه شوې: «چې هېڅ ضمیر لرونکی او پوه سیاسي شخصیت، هېڅ متحد عالم او عامل او هېڅ وطندوسته او پیاوړې ښځه چمتو نه ده چې د افغانستان بېوزله خلکو پر وینو او د دوی په حق غوښتونو باندې پښه کېږدي.»

دوی زیاته کړې؛ چې طالبان باید وپوهېږي چې په کور دننه سیاسونو سره د دوی چلند، د دې ځمکې د مېرمنو او د پخواني نظام له کارکوونکو سره د دوی تاوترخوالی، له نور سره د دوی د چلند ښه بېلګه ده.

یادې شورا طالبانو ته سپارښتنه کړې؛ چې د دې خندونکو ترفندونو او نندارو څخه پر ځای ښه ده له دې کړکېڅ څخه د هېواد وېستلو لپاره د ریښتونو لارو په لټه را بهر شي او د افغانستان خلکو بر حقه غوښتنو ته د ځان سپارلو سره د انتقالي حکومت په جوړولو او بیا د ټاکنو له لارې په عمومي ډول د خلکو پر رایو سره د هېواد هوساینې، امنیت او ثبات ته د ریښتیني بدلون لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تازه د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د لویې جرګې جوړولو لپاره د یو کمیسیون له جوړولو څخه خبر ورکړی.

که څه هم دلاور د یادې جرګې د جوړولو د نیټې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی وو چې یاده جرګه کې به ټول افغانان په ځانګړي ډول سوله کې اغېزمنې څېرې راوبلل شي.

شهاب الدین دلاور زیاته کړې وه: «یوه لویه جرګه به را وبلل شي چې ټول افغانان پکې ګډون ولري. هغه افغانان به ګډون وکړي چې په سوله، امنیت او د نظام په پایښت کې او د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټور وي.»

دا ټول په داسې حال کې دي؛ چې یو شمېر افغانان لویه جرګه یوازې یوه نندازییزه ناسته بولي او زیاتوي؛ چې یاده جرګه کې به د طالبانو کابل کې وړاندې پلان شوي غوښتنې او پلانونه جوړ شي. دوی د کړکېچ حل لاره ټاکنې بولي، نه ورته جرګې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ