طالبان: هڅه کوو په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام د رامنځته شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ثور د اتمي, له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت, په یوه پیغام کې ویلي چې د هېواد وګړي د روسانو پر وړاندې په مبارزه کې درانه تلفات ګاللي، شاوخوا یو نیم میلیون کسان وژل شوی او میلیونونه نور له کړاوونو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام رامنځته شي.»

د هغه په ​​وينا، لا هم د افغانانو په منځ کې په ټول توان سره د ازادۍ غوښتني احساس شته او له خپل دين او هېواد څخه د دفاع لپاره کلک هوډ او ټينګه ژمنتیا لري.

مجاهد زیاته کړه، دوی هیله من دي، چې اشغالګر هېوادونه د راتلونکي لپاره ډېر درسونه زده کړی او نور به له افغانستان او خلکو سره د دښمنۍ لاره غوره نه کړي.

د هغه په باور، ۴۴ کاله وړاندې په افغانستان کې کمونستانو کودتا وکړه، چې د ده په خبره په هېواد کې د ډېرو بدبختیو، کړاوونو او ناورین پیلامه وه. هغه زیاته کړه، یو شمېر «بېګانه پلوه» شخصیتونو د هغه وخت د شوروي اتحاد په ملاتړ او د کفري ایډیالوژۍ په پلي کولو سره، د افغانستان د ملت او د افغانانو مقدساتو، عقایدو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې هر ډول «جنایتونه» ترسره کړل.

مجاهد د ثور اتمه د افغان ولس د بري، ازادۍ او نجات ورځ وبلله، چې د هغه په باور، افغان ولس د کمونیزم له ښامار څخه وژغورل شو.

هغه دا هم وویل چې طالبان د غوايي د اوومي کودتا غندي او د مجاهدینو د بریا ورځ لمانځي او د ازادۍ ورځ ګڼي.

د ۱۳۷۱ کال د غوايي په ۸ مه مجاهدینو د وخت کمونیستي حکومت ړنګ کړ. خو له کلونو کورنیو جګړو وروسته طالبان راڅرګند شول او پنځه کاله یې حکومت وکړ.

د طالبانو لومړی حکومت په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته ړنګ شو، خو تېر کال د دویم ځل لپاره د امریکا او متحدینو له وتلو وروسته د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت نسکور شو او طالبان واک ته ورسېدل.

خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له اتو میاشتو څخه زیاتې مودې وروسته، هیڅ هیواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پیژندلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ