طالبان: په تخار کې مو اته تنه داعشیان، چې د امنیت د خرابولو هوډ یې درلود، ووژل

لخوا Aamaj News

په تخار ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې اته تنه داعشیان مو، چې د امنیت د خرابولو اراده یې درلود، ووژل.

په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي امریت نن (شنبه، د غبرګولي ٢١مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: ”تر غمې وروسته د تخار ولایت په تالقان ښار کې اته تنه فتنه اچوونکي او شریر کسان چې د جنایت کارانه کړنو او د خلکو د امنیت د خرابوالي هوډ يې درلود په تخار کې د امنیتي منسوبینو په یو چټک او بریالي عملیات کې ووژل شول او درې نور یې ژوندي ونیول شول.“

خو سرچینې آماج ته وایي چې د تخار د نن ورځي نښته د مولوي عبدالقدیر او د طالبانو د اسخباراتي ځواکونو ترمنځ د تالقان ښار اړوند په کلفکاني سیمه کې رامنځته شوې وه او په پایله یې څلور ملکي وکړي وژل شوي.

د سرچينې په وینا یو ساعت وړاندې طالبانو د ولسي وژل شوو کسانو مړي چې د تالقان ښار د پروژه شرقي سیمه کې وژل شوي، رنجر موټر ته یې اچولي او د مخالفینو د مړو په توګه یې په ښار کې نندارې ته وړاندي کړی.

دغي سرچینې زیاتوي چې د نن په نښته کې اکثریت وژل شوي دوکانداران او ځایي اوسېدونکي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ