طالبان: هند دې د افغانستان له پخواني واکمنانو سره اړیکې ونه ساتي

لخوا Aamaj News

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین ویلي، هند باید له طالبانو سره د اړیکو لپاره باید د دوو اړخيزو اړيکو ټولي ګټي په نظر کې ونیسي او همدارنګه له پخوانیو حکومتي چارواکو سره خپلي اړیکې پرې کړي.

دغه طالب چارواکی د هند د «دی پرینت» ورځپاڼې سره په مرکه کې د ټولو هندي ډیپلوماټانو د خوندي ساتلو په برخه کې د خپلې ژمنې په ټینګار سره ویلي، که هند له طالبانو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي، نو په کابل کې دي خپل سفارت بیا پرانیزي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر همداشان زیاته کړې: «دا د هند په ګډون د ټولو بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت لپاره زموږ ژمنه ده، دا زموږ مسوولیت دی او موږ یې بشپړ امنیت برابر کړی دی. هند کولای شي په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې بشپړې کړي او نوې پروژې پیل کړي، خو هند باید د پخواني حکومت له چارواکو سره اړیکي ټینګي نه کړي. اسلامي امارت د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ چمتو دی له دغه هیواد سره اړیکې ولري.»

نوموړي یو ځل بیا د نړۍ له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «موږ د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ټول شرایط پوره کړي، موږ ټولیز امنیت لرو، موږ د خلکو ملاتړ لرو، پولي مو تر کنټرول لاندې دي زموږ سره د سیاسي انګېزو پر بنسټ چلند و نشي.»

ښاغلي شاهین په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره وویل، ښوونځیو ته د نجونو د بیا را ستنېدو لپاره یوه کمیټه جوړه شوې او ډېر ژر به په دې اړه پرېکړه وشي.

دا په داسي حال کې ده چي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د نهو میاشتو په تېرېدو  سره، تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي او نړۍ د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه ټول شموله حکومت جوړول شرط ګرځولی دی.

له بلې خوا د طالبانو له بیا واکمن کېدو راهیسي له شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکي ښوونځيو ته د تللو اجازه نه لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره پر ښځو محدوديتونه زياتېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ