د طالبانو مشهورو او جګړهییزو قومندانانو له ډلې د صلاحالدین ایوبي او عطاالله عمري خپلوانو آماج ته دا مني چې دوی دواړه؛ د طالبانو د رهبرۍ لخوا د پکتیا قول اوردو د ارکانو ریاست او د شمال قول اوردو قومندانۍ څخه ګوښه او کابل کې په دندو ګمارل شوي.
د دغه دوه قومندانانو خپلوان چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، آماج ته وایي؛ چې شمال کې د اوزبېکانو تصفیه پیل شوې او د دفاع وزارت ټکنالوژۍ او د کلیو بیارغونې وزارت د معینیت تر نوم لاندې دندې سپارل د مشهورې معقولې په څېر”تورو نخود پسې لېږل” دي.
دوی وایي چې دغه دوه قومندانانو کابل کې خپلو نویو دندو ته د تګ په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او ښایي د داسې دندې له ترسره کولو څخه چې د دوی جګړهییزې تجربې سره هېڅ اړخ نه لګوي، په کور کښېناستلو غوره وبولي.
خو د توکمیزې تصفيې خبره له کوم ځای پیل شوه؟
په شمال کې د طالب رهبرانو لخوا د اوزبېک قومندان مخدوم عالم له بندي کولو سره؛ د دې پر سر چڼې زیاتې شوې چې ګواکي طالبانو له پښتنو قومندانو پرته نورو باندې باور نه لري. خو د مخدوم عالم نیول کېدو سخت غبرګونونه هم له ځان سره درلودل، تر دې چې طالبانو فاریاب ته تر خولې مسلح ځواکونو او ځانوژونکو په لېږلو سره ځان وښود او لاریونونه بند شول او مخدوم عالم همداشان په بند کې پاتې شو.
خو د مخدوم عالم نیول کېدو، د قاري صلاحالدین ایوبي او عطالله عمري د دندو بدلون چې طالبانو د “شمال فاتحان” بلل دا چڼې زیاتې کړې دي؛ چې ګواکي د طالبانو رهبري د مشهوره اوزبېک څېرو ګوښې ته ویستلو په لټه کې ده.
طالبانو د تېر ځل سره په توپیر دا ځل تاجېک، اوزبېک او هزاره قومندانان هم له ځان سره درلودل. هغه جنګیالي چې ښایي د ګټې اخیستنې موده یې پای ته رسېدلې.
د دغه اوزبېک قومندانانو له ګوښه کېدو سره؛ داسې ښکاري چې د طالبانو کابینه، والیان او قومندانان ټول له یو توکم شول. هغه موضوع چې طالبان یې نه مني او وایي زموږ حکومت ټولګډونه دی.
د دې سربېره؛ د هېواد شمال ولایتونو کې د پسرلي په موسم کې د جګړې او درېدلو چڼو وهلو ظاهراً طالبان سخت وضعیت ته رسولي. سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبان به د همدې بدلید له امله د هېواد شمال کې کور په کور پلټنې پراخې او دا بهیر به له فاریاب ولایت څخه پیل کړي.