د کابل پوهنتون رهبري: استادان او کارکوونکي کې دې شرعي حجاب رعایت او خپل مخونه دې هم پټ کړي

لخوا Aamaj News

په هغه مکتوب کې چې د کابل پوهنتون د رهبرۍ شورا له غونډې څخه آماج ته رسېدلی؛ راغلي چې استادان او کارکوونکي کې دې شرعي حجاب رعایت او خپل مخونه دې هم پټ کړي.

په یاد مکتوب کې همداشان یادونه شوې؛ چې یو شمېر زدکړیالان ټولګیو ته نه حاضرېږي او په انګړ کې له یو بل سره انځورونه اخلي او کیسې کوي په داسې حال کې چې استادان په ټولګیو کې تدریس کړي.

په یاده ناسته کې ټینګار شوی؛ چې د دننه کېدو دروازو کې دې د ښځینه زدکړیالانو سره د هوشمند مبایلونو له رادننه کېدو څخه مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې هم یو مکتوب کې چې د کابل پوهنتون رهبرۍ شورا له غونډې څخه آماج ته رسېدلی و، دا ښکاروله، چې د یاد پوهنتون رهبرۍ شورا د ښځینه زدکړیالانو د «حجاب» پر تن کولو له بڼې څخه ناخوښ دي.

په یاد مکتوب کې راغلي و: «داسې لیدل کېږي چې ځینې نجونې له داسې جامو سره پوهنتون ته راځي؛ چې نه یوازې له یوې مسلمانې نحلۍ سزه نه ښایي، بلکې غربیان هم داسې جامې نه پر تن کوي.»

په مکتوب کې د کابل پوهنتون له رییس ډاکټر اسامه عزیز څخه په نقل قول یادونه شوې وه، چې د پلتون او چپنې اغوستل په هېڅ ډول حجاب نه بلل کېږي. د کابل پوهنتون رییس زیاته کړې وه؛ چې ټول استادان دنده لري چې د درسي ساعت لومړۍ څو دقیقې اسلامي حجاب ته د زدکړیالانو د هڅولو لپاره ځانګړې کړي.

اسامه عزیز څرګنده کړې وه؛ چې کوچنی شمېر شته چې نه یوازې خپله حجاب پر تن کول نه رعایت کوي، بلکې نور هم بې حجابۍ ته هڅوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ