د طالبانو له واکمنۍ یوولس میاشتې وروسته؛ ۸۱،۵ سلنه کابینه او والیان پښتانه او ۹۸،۴ سلنه طالب؛ ښځې او هزاره ورک دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو له یوولس میاشتې واکمنۍ وروسته، د آماج څېړنې ښايي چې ۸۲،۷ سلنه کابینه پښتانه او ۹۶،۵ سلنه طالبان دي، د یادې څېړنې پر بنسټ ۸۲،۳ سله والیان پښتانه او ۱۰۰ سلنه طالبان دي. هزاره او ښځې ورک دي.

د طالبانو کابینه کې ۶،۸ سلنه تاجېک، ۶،۸ سلنه ازبېک او ۳،۴ سلنه نورستانیان ګډون لري.

طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاش کابل کې واک ترلاسه کړ او اوس یې هېواد کې  د واک یوولس میاشتې کېږي. آيا دې یوولس میاشتو کې طالبانو د ټول ګډونه حکومت په جوړښت کې مثبتې لاسته راوړنې درلودې؟ آيا دوی به بریالي چې په ملي او نړیواله کچه د ځان لپاره مشروعیت ترلاسه کړي؟ او آيا د روښانه راتلونکي تمه کېدی شي؟

په دې راپور کې د طالبانو دولت یوولس میاشتې واکمنۍ بېلابېل سیاسي او ټولنیزو اړخونو باندې څېړنه او ارزونه شوې.

د طالبانو د مشروعیت د ستونزې دوام

په دې یوولس میاشتو کې د طالبانو حکومت تر ټولو لویه ستونزه د کورني او بهرني مشروعیت ستونزه ده. طالبان د یوولس میاشتو په تېرېدو سره لا هم د بهرنیو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو لخوا د مشروعیت په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي. دا په داسې  حال کې ده؛ چې دوی په تګ تګ کې په کور دننه افغانستان کې هم له لویو ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او حتی د خپلو پلویانو په منځ کې یې هم مقبولیت له لاسه ورکړی. د طالبانو ضد جبهو فعالیتونه او بل پلو د طالبانو دننه خپل منځي مخالفتونه او قومي او سمتي نښتې د طالبانو حکومت پر لاره د عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د خپل حکومت په لسمه میاشت؛ طالبانو د لویې جرګې په تالار کې د خپلو علماوو لویه غونډه ترسره کړه چې دا یې د خپل حکومت د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره یوازینۍ هڅه وه. له هغه ځایه چې طالبان د هېوادوالو په  رایه هېڅ باور نه لري او ښایي خپل مشروعیت له دین څخه اخلي؛ دا کړنه کم تر کمه د دیني ډلو په منځ د دوی مشروعیت پیاوړی کوي؛ خو د طالبانو د علماوو دې ناستې په  وړاندط د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو څخه داسې برېښې چې د افغانستان خلک د طالبانو له دې کړنې چندان خوښ نه دي او دا یوه نمایشي کړنه او له دین څخه د سیاست مشروعیت ترلاسه کولو ګټه اخیستنه بولي.

په داسې حال کې چې طالبانو تل د خپل حکومت له پیل څخه د حکومت له تنې څخه د غیر پښتون څېرو پر وېستلو زیار وېستلی؛ خو ګاونډي هېوادونه او نړۍ بیا هم افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړښت ټينګار کړي.

د واکمنۍ یوولس میاشتو په تېرېدو سره، طالبان په کورني اړخ کې هم د مشروعیت له جدي ستونزو سره مخ دي. د طالبانو په وړاندې په پنجشېر، اندراب، کاپیسا او ځينو نورو ولایتونو کې لکه سرپل د مقاومتونو د پراخېدو تر څنګ؛ په شمال کې د دوی ځينې نوموتي قومندانان هم د طالبانو له واکمنۍ ښه خاطره نه لري. د طالبانو یوازینی مشهور هزاره قومندان اوس د یادې ډلې په وړاندې د جګړې په چمتوالي بوخت دی. مولوي مهدي چې د افغانستان شیعه مذهبو ته د طالبانو د نه پاملرنې له امله د طالبانو حکومت له تنې بېل شوی وو، او د بلخاب د پایو غرونو کې د طالبانو په وړاندې صف جوړونه باندې بوخت دی. تازه خپاره شوي انځور کې مهدي مجاهد له خپلو ملګرو سره ښکارېده چې د بامیانو ولایت پخوانی والي طاهر زهیر هم ورسره ناست وو.

له دې  وړاندې هم د طالبانو حکومت اوزبېک قومندانان هم ګوښه شوي وو چې په شمال کې د شخړو لامل شوي وو. تاجېک قومندانان حاشیې ته وېستل شوي او نور د اوزبېک نوموتو قومندانانو (د شمال فاتحینو) څخه هم خبر نشته.

په همدې  ډول طالبانو په تېرو یوولس میاشتو کې  وښودله چې د هغه څه خلاف چې ادعا یې کړله، افغانستان کې د ټولییز واکمنۍ ټينګښت باندې نه دي بریالي شوي. د افغانستان په بېلابېلو برخو ‎کې هره ورځ ولسوالې غلاوې، بډې اخیستل او مجهول او مرموزې وژنې ترسره کېږي او دا ښایي چې طالبان د هېواد امنیت په ټينګښت کې ناکام شوي.

د یو بل منلو په برخه کې د دوی یوازینۍ هڅه د اړیکو کمیسیون جوړول وو، چې هغه هم د ځينو څېرو په راوستلو او د قومي اړخ څخه د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شو. د طالبانو د اړیکو کمیسیون تر اوسه بریالی شوی چې د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان غالب، پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر فاروق وردګ، د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري، پخواني حکومت کې د ماليې وزیر امین ارسلان، د افغانستان شمال کې یو ازبېک قومندان نظام الدین قیصاري او پخواني دولت کې د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي افغانستان ته راولي.

خو طالبان له دې کړنو سره لا نه دي توانېدلي کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت کې بهرنۍ اړیکې

د دې سربېره چې طالبان له نړۍ سره د نېکو اړیکو درلودلو د هڅې ادعا لري خو کورنیو چارو کې د دوی چلند په بهرني او نړیواله کچه د اندېښنو لامل شوی. افغانستان د نړیوالو ترورېستانو په زېږون ځای د بدلېدو او د طالبانو حکومت د یوولس میاشتو په تېرېدو سره د دوی لخوا د بشر حقونو د قوانیونو نه رعایت کولو په اړه د نړۍ اندېښنې لا هم په خپل ځای پاتې دي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود په تازه له بي بي سي فارسي سره په خبرو اترو کې د افغانستان په خاوره کې د مذهبي او تروریستي ډلو له پراخېدو څخه ګاونډویو هېوادونو او نړۍ ته خبرداری ورکړی.

د افغانستان خاوره کې د داعش ډلې پراختیا د ګاونډیو هېوادنو او نړۍ له جدي اندېښنو څخه ده، چې لا یې طالبان په کنټرول نه دي بریالي شوي. داعش همدااوس په افغانستان کې بریدونه پر غاړه اخلي او څه موده وړاندې د لویې جرګې په تالار په برید کې له بریدګرو د یادې ډلې بیرغ ومندل شو. د راپورنو پر بنسټ د افغانستان ځينو برخو کې هغه طالب جنګالي چې د طالبانو له واکمنۍ ښه خاطره نه لري او  د پخواني دولت پوځيان چې هېواد کې د طالبانو تر ادارې لاندې د امنیت احساس نه کړي، له داعش ډلې سره یوځای شوي.

د بشر حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی؛ چې طالبانو په خپل سري ډول زیات شمېر کسان له داعش ډلې سره د اړیکې په تور وهلي ډبولي او په قتل رسولي دي. د یاد راپور پر بنسټ، د کنړ او ننګرهار اوسېدونکو څه باندې ۱۰۰ مړي د اوبو کانالونو کې موندلي چې طالبانو د داعش په تور وژلي.

امریکا او اروپایي هېوادنو لا د طالبانو حکومت په وړاندې جدي پرېکړه نه  ده کړې او کولی شو ووایو چې د ابهام او تردید په دوه لاره کې پاتې دي. پاکستان کې د حکومت له بدلېدو سره اوس د پاکستان دولت لخوا د طالبانو مشروعیت غوښتلو لپاره لوړ آوازونه هم بند شوي.

په ظاهر کې  د طالبانو یو جدي ملاتړی چین دی چې تېرو یوولس میاشتو کې یې تل په څنګ کې وو. د افغانستان په اړه  د چین او  روسیې د استازو خبرو اترو، د طالبانو حکومت د منلو لپاره د یو سیمه ییز ائتلاف لپاره وړاندوینې ډېرې کړې دي.

خو احمد مسعود له بي بي سي فارسي سره په خپله وروستۍ مرکه کې د بهرنیو هېوادونو لخوا د طالبانو نه مقبولیت د ملي مقاومت جبهې لاسته راوړنه ښودلې او د نړۍ له هېوادونو د مننې ترڅنګ یې، د طالبانو حکومت دننه د نړیوال ترورېزم له پراخېدو خبرداری ورکړی.

د طالبانو رهبر ملا هیبت الله آخندزاده ته اړوند غږیز پیغام چې د لویې جرګې تالار کې د طالب علماوو لویې ناستې ته وینا کړي، ښايي چې نوموړی شته کسانو ته په خطاب کې وايي چې له بهرنیو  هېوادونو سره یې هېڅ ډول تعامل نه دی کړی او د اسلام دین لپاره به د کفري هېوادنو له ملاتړو سره تل په جګړه کې وي.

طالبان او د ملکي وګړو خپل سرې وژنې

د بشر حقونو د څار بنسټ تل په خپلو راپورونو په لړ کې په پنچشې، اندراب او د افغانستان نورو سیمو کې د طالبانو له خپل سرو وژنو او پر ملکي وګړو د  دوی له ظلم څخه اندېښنه ښودلې. د دې سربېره چې طالبان تل دا ادعاوې رد کوي؛ خو راپورونه ښايي چې طالبان ملکي وکړي له مقاومت جبهې سره د مرستې په  تور او حتی ځينې وخت د تاجېک والي په جرم وهي او ډبوي او په ډزو یې وژني.

تېره یوه میاشت کې ځينو برخو کې د دیني علماوو مرموزې وژنې هم لیدل شوې دي چې دې  وروستیو کې د طالبانو یو نږدې کس مولوي عبدالقدوس چې وروستیو کې یې د طالبانو سیاست مخالفې خبرې کولې او  د افغانستان  سلفي علماوو رییس سردار ولي ثاقب په تازه پېښو کې په قتل رسېدلي. د سیمه ییزو سرچینو د ادعا پر بنسټ، طالبان هغه دیني علما چې له دوی ملاتړ ونه کړي له منځه وړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د هېواد د افسوس وړ اقتصادي وضعیت

بېوزلي، اوزګارتیا او د هېواد کمزوری اقتصادي اوښتون د طالبانو حکومت جدي کړکېچ دی. د طالبانو د حکومت له یوولس میاشتو په تېرېدو سره اوس هم د خلکو لویه موخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندل دي. د بېوزلۍ او اوزګارتیا شمېرې په بې مخینې ډول لوړې شوې دي او د افغانستان د جمعیت یو  مطلق اکثریت له اوزګارتیا څخه ځورېږي. د هېواد کمزوري اقتصادي اوښتون په افغانستان کې د بې شمېره ناامنیو لامل شوی. د وارداتو او صادراتو سیستم فلج پاتې کېدل او خلکو ته د کاري لارو چارو په برابرولو کې د طالبانو ناتواني ورځ تر بلې افغانستان کې خلکو ته د ژوند وضعیت ترینګلی کوي.

له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ منظم سیستم نشتون، د پراختیایي او اقتصادي پروګرامونو نشتون، له بزګرانو، څاروی لرونکو او کسبه کارانو څخه د ملاتړ برخه کې د طالبانو ناتواني او د خلکو میاشتنیو عوایدو نشتون د دې لامل شوي تر څو ډېری افغانان له هېواد څخه په تېښته لاس پورې کړي او افغانستان کې د ژوند هیله له سر وباسي.

د ژبنیو، قومي او مذهبي تعصبونو دوام

طالبانو د خپل حکومت له پیل څخه بیا تر  اوسه چې یوولس میاشتې یې تېرېږي د قومي او سمتي اړخونو پر بنسټ چلند کړی. اوس د یوولس میاشتو په تېرېدو سره دا ستونزه ورځ په ورځ جدي او پراخېږي. حتي د پښتنو ترمنځ قبیلوي چلندونه اوج ته رسېدلي. د آماج څېړنې ښايي، چې د طالبانو حکومت ډېری چارواکي پښتانه دي او غیر پښتانه قومونه د طالبانو حکومت په تنه کې هېڅ واک او صلاحیت نه لري. طالبانو تل هڅه کړې تر څو غیر پښتانه قومندانان او سیاسي مشران بې وسلې کړي او د خپل حکومت له اصلي تنې یې لرې کړي.

په افغانستان کې هره ورځ د قوم، ژبې او مذهب تر نوم لاندې خپل سري قتلونه، وهل ډبول او ظلم دوام لري. په بلخاب کې له مولوي مهدي سره له نښتې وروسته د ملکي وګړو وژنې پر انساني مدني حق باندې د طالبانو نه باور درلودل ښايي. د طالبانو حکومت په تنه کې د بل هېڅ قوم مطرح څېرې نشتون د دې لامل شوی چې جنګیالي په خپلو نژادي چلندونو کې د نورو قومونو په وړاندې له مرکزي حکومت څخه د هېڅ ډول فشار احساس ونه کړي.

د حکومت له تنې  څخه د یوازیني هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد لرې کول او د ۲۰۳ منصور قول اوردو څخه د قاري صلاح الدین ایوبي لرې کول او مخدوم عالم بې وسلې کول او د مولوي عطاالله عمري په کور کېنول چې ټول د طالبانو ازبېک قومندانان وو، له غیر پښتونو غړو سره د طالبانو د ژبنیو او قومي چلندونو ښکارندوی دی.

بل پلو په وروستیو میاشتو کې له ملي مقاومت جبهې سره د مرستې په تور د پنجشیري هېوادوالو وهل ډبول او نیول ډېر شوي. له سیمه ییزو سرچینو څخه د آماج د مالوماتو پر بنسټ؛ طالبان په عمومي لارو کې د پنجشېریانو ګرځنده ټلیفونونه ګوري  او د مقاومت جبهې د یو غړي د شمېرې درلودلو او د پنجشېریانو یو مجازي ګروپ کې  د ګډون پر وخت دوی وهي او ډبوي.

بل پلو بلخ، بدخشان او تخار ولایتونو کې طالبانو پورې تړلو کسانو د غیر پښتنو کسانو په ځورونه لاس پورې کړی او ځینې وختونه یې ورځنی ژوند ګډوډ کوي.

د طالبانو حکومت کې د ښځو، مدني فعالینو او رسنیو حقونه

په تېرو یوولس میاشتو کې ولیدل شول چې طالبان له ښځو، مدني فعالانو، رسنیو او خبریالانو سره کینه لرونکی چلند لري. طالبانو په دې موده کې وښودله چې د ښځو حق او حقوقو باندې هېڅ باور نه لري. دوی د خپلې واکمنۍ د لومړیو ورځ په خلاف، په دې وروستیو کې افغانستان کې د ښځو په وړاندې نوي بندیزونه او قیدونه رامنځته کړي. د طالبانو حکومت له یوولس میاشتو واکمنۍ وروسته لا د افغانستان په ډېرۍ ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي؛ د ټلویزیوني پروګرامونو ښځينه پر مخ وړونکې د پروګرامونو پرمخ وړلو پر مهال خپل مخونه پټوي او ښځې له یو  ښار بل ښار او بهرنیو سفرونو کې له محرم پرته د سفر کړلو حق نه لري.

طالبانو د لویې جرګې په تالار کې د خپلو دینې علماوو په شورا کې ښځو ته هېڅ ونډه ورنه کړه. حتی یو شمېر طالب مشران په دې باور دي؛ سړي چې د همدې ښځو زامن دي نو کولی شي په  ځينو غونډو کې له ښځو استازولي وکړي.

په پایله کې  طالبان د خپلې واکمنۍ په یوولس میاشتو کې نه دي بریالي شوي چې حتی د هېوادوالو حتي لومړني حقوق تامین  کړي او د خپل حکومت لپاره هم یو څه مشروعیت ترلاسه کړي. طالبان له دین څخه په افراطی روایتونو باندې له اتکا سره د ښځو، مدني فعالانو، رسنیو او خپلو مذهبي مخالفیونو لپاره د هېڅ حق او حقوقو ورکولو ته چمتو نه دي.

طالب جنګیالو په ټولو تاوتریخوالي د افغانستان له خلکو سره چلند کړی او له یوولس میاشتې واکنۍ وروسته؛ ظلم، ستم، بېوزلې، وهل ډبول او بې عدالتي لا هم  د افغانستان په ښارونو کې دوام لري.

د طالبانو یولس مایشتې واکمنۍ وروسته کارپوهان وايي دوی په بریالي نه شي په دې ډول د هېواد د چارو اداره تر اوږدو کالونو پورې  په لاس کې ولري. له یو لوري په حکومتوالۍ کې ناکامي او له بل لوري د واک لېږد لپاره  راتلونکي نه روښنایي د طالبانو حکومت له راتلونکو ابهامونو شمېرل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ