د طالبانو له واکمنۍ لس میاشتې وروسته؛ ۸۱.۵ سلنه کابینه او والیان پښتانه او ۹۸.۴ سلنه طالبان، ښځي او هزاره‌ګان شتون نه لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو واکمنۍ څخه لس میاشتې وروسته، د آماج څېړنې ښایي چې دکابینې ٨٢.٧ سلنه پښتانه او ۹۶.۵ سلنه طالبان دي، د دغې څېړنې پر بنسټ د والیانو ٨٢.٣ سلنه پښتانه او ١٠٠ سلنه طالبان دي. ښځي او هزاره‌ګان شتون نه لري.

د طالبانو په کابینه کې ۶.۸ سلنه تاجېک، ۶.۸ سلنه ازبېک او ۳.۴ سلنه نورستانیان دي.

طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه په کابل کې واک تر لاسه کړ او اوس یې په هېواد کې د واکمنۍ لس میاشتي کيږي؛ خو دا چې په دغو لسو میاشتو کې دغه ډلې کومې لاسته راوړنې درلودې او له کومو خنډونو سره مخ شوي په دغه راپور کې ورته کتنه شوې.

طالبان او د مشروعیت ستونزه

په دغو لسو میاشتو کې د طالبانو تر ټولو لویه ستونزه د دوی کورنی او بهرنی مشروعیت دی. له لسو میاشتو وروسته لا تر اوسه طالبانو نه دي توانېدلي چې د نړیوال سازمانونو او بهرني هیوادونو لخوا مشروعیت ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې دوی په کور دننه افغانستان کې هم د لږیو ټولنیزو ننګونو سره مخ دي او مقبولیت نه لري. د مخالفو جبهو فعالیتونه او د طالبانو خپلمځي اختلافونه، قومي او سمتي نښتې د طالبانو د حکومت په وړاندې له عمده ستونزو څخه شمېرل کیږي.

په داسي حال کې ده؛ چې طالبانو لا تراوسه له حکومت نه د غیر پښتون څېرو په ګوښه کولو بوخت دي، ګاونډي او دنړۍ هېوادونه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتونکي دي. په یوه تازه پېښه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دپاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په خپله لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی. تر دې وړاندي هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر سره هم د افغانستان په اړه پر دغه موضع ټینګار کړی و. په همدې ډول د ایران، تاجېکستان، ترکیې ولسمشرانو او ځینو نړیوالو سازمانونو تل د یو ټول شموله حکومت پر جوړېدړ ټینګار کړی.

له لسو میاشتو واکمنۍ وروسته، طالبانو د داخلي مشروعیت له سختو ستونزو سره مخ دي. په پنجشېر، اندراب، کاپیسا او ځینو نورو ولایتونو کې د سخت مقاومت د دوام سربېره، په شمال کې د طالبانو ځیني نوموتي قومندانان هم له دوی څخه خوښ نه دي. په تازه پېښه کې د طالبانو هزاره قومندان، مولوي مهدي مجاهد له دغې ډلې څخه بېل او پخپل زېږون ځای بلخاب کې په وسله وال جوړوني لاس پوري کړی. مولوي مهدي دافغانستان شیعه ګانو ته د طالبانو د نه پاملرني پر اساس له طالبانو جلا شوی دی. تر دې وړاندي ازبیک قومندانان هم د طالبانو د مرکزي حکومت لخوا ګوښه شوی چې په شمال کې د ترینګلتیا د رامنځته کېدو لامل شوي.

په همدې ډول په تیرو لسو میاشتو کې طالبانو وښودل چې دوی د خپلې ادعا په خلاف نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې ټولیز حاکمیت ټینګ کړي او نه یې هم د ټول شموله حکومت د جوړلو لپاره یو کوچنی ګام اوچت کړي.

د دوی یواځینۍ هڅه له بهر نه افغانستان ته د ځینو بدنامو سیاسي څېرو راوستل وه؛ چې هغه هم د یادو تورو سياسي څېرو او له طالبانو سره د دوی قومي او ژبني اړیکي، د ډېرو هیوادوالو تر نیوکي او قهر سره مخ شوي.

طالبان او نړیوال تروریزم

په دې وروستیو کې د نړیوال تروریزم په سرچینه د افغانستان بدلېدل او د طالبانو لخوا د بشري حقونو نه مراعتول د نړۍ اندېښنې اوج ته رسولې دي. څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، خپل ازبېکستاني سیال سره په لیدنه کې د تروریستانو د امن سرچينې د افغانستان بدلېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې. د امریکا لوړپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور، میچ مک کانل هم ویلی و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او حقاني شبکې “د تروریزم یو ملاتړ دولت” دی او له القاعدې سره ژوري اړیکي لري.

د افغانستان په خاوره کې د داعش ډلې وده د نړۍ او ګاونډيو هیوادونو یو له جدي انېښنو څخه ده چې طالبان یې تر اوسه په کنټرول نه دي بریالي شوي. دا په داسی حال کې ده چې د داعش ډلې خراسان څانګه کله ناکله په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو ویډیوګان خپروي او تېره میاشت تاجېکستان هیواد په لور د توغولو ویډیو هم خپره کړې وه. طالب جنګیالي چې دطالبانو له حامیت ناخوښ دي او همدارنګه د تېر حکومت ځواکونه د داعش لخوا ګمارل شوي دي.

طالبان او دملکي وګړو خپل‌سري وژني

برسېره پردې، دبشري حقونو د څار بنسټ په یوه راپور کې د طالبانو لخوا په پنجشېر کې د ملکي وګړو د خپل‌سرو وژنو او ظلم په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. سره له دې چې ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو لخوا د ملکي‌وګړو د وژلو او د هیوادوالو د حقونو د نه مراعتولو په اړه د بشري حقونو د څار راپور رد کړی؛ خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د طالبانو د خپل‌سرو نیونو او وژنو په اړه ویلي: “طالبانو له دین څخه په لومړني پوهي د خلکو په ځپلو او وژلو لاس پوري کوي.”

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تل ادعا کوي چې طالبانو په پنجشېر، اندراب، تخار او کاپیسا کې د پخواني پوځیانو او ملکیانو په نیولو او وژلو لاس پوري کوي. سرچینو هم آماج نیوز ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هره ورځ د طالبانو د خپل‌سرو نیونو او د ملکي وګړو د وژنو راپورونه ورکوي؛ خو طالبانو تل دغه راپورونه رد کړي.

له لسو میاشتو وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت څه ډول دی؟

بېوزلي، بې کاري او د هیواد د اقتصاد کمزورتیا څرخ د طالبانو د حکومت له جدي ناورینونو څخه دي. د طالبانو د حکومت لس میاشتې وروسته لاهم د خلکو اصلي اندېښنه د ژوندي پاتي کېدو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ درلودل ده. د بېوزلي او بېکارۍ شمېر په بې ساري ډول وده کړې او د افغانستان غوڅ اکثریت له بیکارۍ ځوریږي. د هېواد کمزوري اقتصادي څرخ په افغانستان کې د بې شمېري نا امنۍ لامل شوی. د صادراتو او وارداتو د سیسټم فلج کېدل د خلکو لپاره د کاري زمینې په برابرولو کې د طالبانو ناتواني په افغانستان کې ورځ تر بلي د ژوند چارې سختې کړې دي.

طالبان او قومي تعصبات

طالبانو چې د خپل حکومت له پیل څخه تر اوسه تل یې د قومي او سمتي علایقو پر بنسټ چلند کړی، له لسو میاشتو وروسته دا موضوع ډېره شوې او آن د پښتنو تر منځ قومي توپیر ډېر شوی.

د آماج څېړني ښیي چې د طالبانو په حکومت کې اکثریت چارواکې پښتانه دي او نور توکمونه د طالبانو په حکومت کې هیڅ ډول واک او صلاحیت نه لري. طالبانو تل هڅه کړې چې د غیر پښتون قومندانان او سیاسي مشران بې وسله کړي او دخپل حکومت له جوړښت نه لیري کړي. په تازه پېښه کې د طالبانو یواځینی نوموتی هزاره قومندان، مولوي مهدي مجاهد هم لا طالبانو غوڅ کړ. د مولوي محاهد د نیولو هڅي لا دوام لري. له یوې خوا د منصور ٢٠٣ قول اوردو څخه د صلاح الدین ایوبي ګوښه کول، د مخدوم عالم بې وسلې کول او د مولوي عطاءالله عمري پر کور کښېنول چې ټول د طالبانو ازبیک تباره قومندانان وو، د طالبانو د دغي ډلي د غیر پښتون غړو سره ژبنیز او توکمیز چلند څرګندوي.

دذپنجشېري توب او اندرابي توب په جرم د طالبانو خپلسري نیوني هم د دوی د قومي او سمتي تعصباتو څرګندي نمونې دي.

طالبان او د ښځو حقوق

طالبانو له لسو میاشتو وروسته و ښودل چې د ښځو حق او حقوقو ته هیڅ باورمند نه دي. دوی د خپل حکومت د لومړیو ورځو په خلاف، په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندي په تازه محدودیتونو او قیوداتو لاس پوري کړي دي. د طالبانو د واکمنۍ نه د لسو میاشتو په تېرېدو سره لا تراوسه د هیواد په ډیرو ښارونو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي؛ ښځینه خبریالاني په تلویزیوني برنامو کې خپل مخونه پټوي او له محرم پرته ښځي دښاري او خارجي سفرونو حق نه لري.

د طالبانو مشر، مولوي هبت الله آخندزاده، پخپل وروستي حکم له ښځو وغوښت چې اسلامي حجاب رعایت کړي. خو د طالبانو د مشر دغه حکم د خلکو او نړیوالو سازمانونو سختي نیوکي راوپارولې. په ورستۍ پېښه کې طالبانو د تخار ښار رسټورانټونو ته امر کړی چې ښځو ته په رسټورانټونو کې د ډوډۍ خوړلو لپاره له هرکلي ډډه وکړي.

طالبان او رسنۍ

د دغو میاشتو په اوږدو کې ولیدل شو چې طالبانو له خبریالانو او رسنیو سره کینه ناک چلند لري. په ورستیو میاشتو کې له رسنیو سره د طالبانو چلند لا دتاوتریخوالي ډک او جدي شوی دی. آماج ته رسېدلي راپورونه څرګندوي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان نیسی او شکنجه کوي. په افغانستان کې خبریال او د افغانستان مشهورې لیکوالي حمیرا قادري ورور، خالد قادري له څلورو میاشتو راپدېخوا د طالبانو په بند کې اوسیږي.

په تازه پېښه کې، د کاپیسا ولایت ځایي خبریال او د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولني مرستیال، عبدالحنان محمدي د طالبانو لخوا نیول شوی. د دغي نیوني وروسته د بې پولو خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې د دغو نیونو په اړه ځواب ویونکي اوسي.

د افغانستان یو مشهور یوتیوبر احمل حقیقی هم دیني مقدساتو ته د توهین په تور له خپل درو ملګرو سره نیول شوی. د بښني نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت نه د اجمل حقیقی او ملګري یې د فوري خوشي کېدو غوښتنه کړې؛ خو لا یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

له یوې خوا د افغانستان د تلویزینو ښځینه خبریالاني د خپل مخونو پټولو ته اړ شوي چې نړیوالي شدیدي نیوکي وپارولې.

په داسي حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د هیواد دایمي استازی محمود صیقل او پخواني داخله چارو وزیر مسعود اندرابي غوندي څېرې د ژر زوال خبر ورکړی؛ خو دا چې له شته وضعیت سره، طالبانو د خپل حاکمیت په دوام به بریالي شي او که یا، هغه پوښتنه ده چې وخت به ځواب ووایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ