طالبانو په غور کې د پاکستاني مدرسو اسناد له شپږ نه تر اتهو زرو افغانیو پلوري

لخوا Aamaj News

سرچینو د اسنادو په استولو سره آماج ته وایي چې طالبانو په غور کې د پاکستاني مدرسو د پلورلو په بدل کې د دوی له نا لوستو غړو څخه له شپږ نه تر اتهو زرو افغانیو پیسې اخي.

دغي سرچینې د یو پاکستانی ښوونیز بنسټ د اسناد نمونې چې په عربي لیکل شوی په استولو سره، ویلي چې طالب چارواکو لوړو زده کړو وزارت ته د جعلي او د دغي نمونې په استولو سره خپلو خلکو ته د افغانستان د پوهنتونو تحصیلي اسناد ترلاسه کوي.

په غور کې ددد طالبانو یوې باوري سرچینې هم د دغي موضو پخلي وکړ. هغه چې نه غواړي په خبر کې یې نوم ذکر شي وایي چې د دوی ځیني خلک دغه کار کړی.
هغه چې د دغه کار مخالف دی زیاتوي چې نالوستي کسان دي اداراتو سیسټم ته شامل نه شي؛ بلکې د دوی ظرفیت جوړني لپاره باید هڅه وشي.

له بلي خوا د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا په ١٤٠١/٢/٢٦ تاریخ په یو صادر شوی مکتوب او آماج ته په لاس رسېدلی، په ولایتونو کې ټولو ریاستونو ته ویل شوی چې د طالب غړو چې د ګومارلو او شاملېدو په موخه مراجعه کوي د کار او تحصیلي اسنادو نه درلودلو په برخه کې دي د دوی سره همکاري او مشکل یې حل شي.

په دغه مکتوب کې د طالبانو د پوهني وزارت له قوله راغلی: ”د دیني مدرسو د اسنادو د ارزیابۍ مقررې له مخي، هغه علمای کرام چې د کوچني دورې څخه فارغ شوي اسناد يې د څوارلسم ټولګي او هغه کسان چې د غټي دورې نه فارغ شوي اسناد یې د لیسانس معادل تثبیت کیږي.“

په غور کې ځیني تحصیل کړی هم وايي چې طالبانو د اسنادو په وېش او د دغو نالوستو کسانو په ګمارلو سره اداري سیسټم مختل کوي.

د غور د والي ویاند، عبدالواحد حما هم وایي چې د دیني مدرسو اسناد و تحصیلي اسنادو ته بدلول په وزارتونو کې د یوې کمېټې لخوا تر سره کیږي. خو هغه په غور کې د اسنادو پلور ردوي او وایي چې په غور کې تر اوسه دغه بهیر نه دی پیل شوی.

طالب نالوستو غړو ته د اسنادو د وېش په اړه غبرګونونه په داسي حال کې راپورته کیږي چې طالبانو د تېر حکومت په لسګونه کارکوونکي په دې ولایت کې ګوښه کړی او خپل سړي ځای پر ځای کړي دي.

څه موده وړاندي طالبانو د غور د پوهني ریاست تجربه لرونکي کارمندان په ډلییز ډول ګوښه او د دوی پر ځای خپل خلک چې تحصیلي اسناد یې نه لرل، ځای کړل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ