طالبانو د غور په تیوره کې د ولسي پاڅون ځواکونو پخوانی قومندان نیولی دی

لخوا Aamaj News

د غور په تیوره ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان محمد عثمان ملک زاده کورنۍ آماج ته تاییدوي چې طالبانو هغه او وراره یې نیولي دي.

د دغي کورنۍ یوه غړي آماج ته وویل چې طالبانو دوی د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي، په داسې حال کې چې دوی له دغي جبهې سره هیڅ ډول اړيکه نه درلود.

دوی زیاته کړې، طالبان په بېلابېلو پلمو هغه کسان بندیان کوي او له منځه وړي چې په تېر حکومت کې یې د دوی پر ضد کار کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو له خوا آماج ته په را رسېدلی سند کې راغلي چې محمد عثمان ملکزاده پي د ملي مقاومت دړجبهې له لوري په تیوره ولسوالۍ کي د جنايي آمر په توګه ټاکل شوی و پرون ماسپښین له زلمي سره یو ځای و نیول شو.

د يادونې وړ ده، چې دوې مياشتې وړاندې هم ناپېژانده وسله والو په تيوره ولسوالۍ کې د پخواني دولتي امنيتي ځواکونو قوماندان حبيب الرحمن ملکزاده، چې د محمد عثمان ملک زاده ورور و، په هرات کي په ډزو وواژه.

دغه وروڼه په تېر حکومت کې د طالبانو سخت مخالفان وو. د پخوانیو قوماندانانو نیول په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د «عمومي عفوي» اعلان کړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ