د فرانسې ولسمشر ته د ۵۰ سیاسي او کلتوري څېرو پرانیستی لیک: طالبان دې تحریم شي

لخوا Aamaj News

د افغانستان، اروپا، ایران او تاجېکستان یو شمېر لیکوالانو، روڼ‌اندو، فیلسوفانو، سیاسي او فرهنګی فعالانو په یو پرانیستي لیک کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون څخه غوښتي چې طالبان تحریم شي.

عبید مهدی چې د باژیک سلطنتی اکاډمۍ د فلسفې له استاد پروفیسور دانیال سلواتور سره یې د لاسلیکونو راټولولو او همغږۍ په برخه کې یاد پروګرام کې همماري کړې وایي: «له فرهنګي برخو، سیاسي فعلانو او د بشر حقونو فعلانو په ګډون څه باندې ۵۰ څېرو په یو پرانیستي لیک کې، د فرانسې ولسمشر ته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلکو اوسنۍ وضعیت غندلی. دوی له فرانسې غوښتي، چې د زیاتو خلکو له وژلو د مخنیوي او د فاجعې له پراخېدو وړاندې، یو کار ترسره کړي.»

په دې لیک کې د طالبانو له خوا د بشرحقونو پراخ نقض، د ښځو حقونو، مدني آزادیو، هدفي وژنو، اجباري کډو او د جنسیتي تبعیص په اړه لیکل شوي.

په ورته وخت کې؛ په یاد لیک کې له امنیتي اندېښنو او له نړیوال ترورېزم سره د طالبانو د همکارۍ په اړه هم راغلي.

په پای کې دغه څېرو د فرانسې له ولسمشر غوښتي؛ چې د طالبانو د نه منلو وړ چلندونو له امله، د دوی د مشرانو پر اقتصاد او سفرونو بندیزونه وضع شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نه میاشتې تېرېږي؛ خو لاهم هېڅ هېواد د طالبان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د انزوا عمده دلیلونه، د ښځو په وړاندې د دوی محدود کوونکي سیاستونه، د جنسیتي تاوترخوالو زیاتوالی، له تاوترخوالو ګټه اخیستنه، صحرایي محکمې او د بشر حقونو تر پښو کول بلل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ