په تخار کې سیمهییزي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د میرویس په نامه یو ځوان د دغه ولایت په فرخار ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړی او په ډزو وژلی دی. د سرچینې له قوله ټاکل شوې وه راتلونکې اونۍ دغه ځوان کوژده وکړي.
د سرچینې په وینا یاده پېښه تېره شپه (پنجشنبه، چنګاښ ٣٠مه) د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاته کړې چې د میرویس ورور هم د طالبانو لخوا ټپي شوی.
دا په داسي حال کې ده چې تېره شپه په دوو جلا جلا پېښو د طالبانو دوه موټرونه د مقاومت جبهې د ځواکونو لخوا په نښه شوي وو او په پایله یې ٥ طالبان وژل شوي او ٦ نور یې ټپیان شوي دي.