د طالبانو صدراعظم خلکو ته: د ژوند کولو محیط او پر ځان بسیا او پرمختللي افغانستان لپاره یو یو نیالګی کښېنوئ

لخوا Aamaj News

د طالبانو صدراعظم د پسرلي موسم د رارسېدو له امله یو نیالګی کښېنولو.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وایي؛ چې ملا محمد حسن آخند نن( پنجشنبه د کب ۲۶مه) له مخکې له غرمې د ۱۴۰۱ کال پسرلي رارسېدو له امله د ارګ په انګړ کې د یو پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان په هیله یو نیالګی کښېنولو.

د طالبانو صدراعظم همداشان له خلکو وغوښتل؛ چې د ژوند کولو محیط او پر ځان بسیا او پرمختللي افغانستان لپاره په کورونو، ښارونو او نورو مناسبو ځایونو کې یو نیالګی کښېنوي.

نوموړي زیاته کړې: «شل کلنې جګړې د بنسټیزو چارو سربېره زموږ د ژوند کولو محیط ته هم زیان رسولی او زموږ ټول باید په ګډه د خپل محیط په سرسبزۍ او ښکلا کې ونډه واخلو.»

د طالبانو صدراعظم زیاته کړې چې «اسلامي امارت» به د افغانستان پرمختګ او د خلکو آرامښت او سوکالۍ لپاره د ژوند کولو له محیط څخه ساتنې ته کلکه پاملرنه وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ