په پنجشیر کې د طالبانو خپلمنځي شخړه؛ قومندان ملک له طالبانو څخه لاس واخیست او د مقاومت له جبهې سره یو ځای شو

لخوا Aamaj News

سیمه ییزي سرچینې آماج ته وايي، چې د پنجشیر لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ د استخباراتو مدیر قومندان، ملک په دغه ولایت کي له مقاومت سره یوځای شوی دی.

د سرچينو په وینا، قوماندان ملک په دې وروستيو کې د طالبانو له نظامي تجهيزاتو او تر خپل قوماندې لاندې اشخاصو سره د مقاومت له جبهې سره يو ځاى شوى دى.

له بلې خوا د افغانستان زرغون بهیر، د امرالله صالح په مشرۍ سیاسي جریان هم د مقاومت جبهې سره د قومندان ملک د یو ځای کېدو پخلی کوي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه قوماندان په وروستیو ورځو کې د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندي د جګړې د یوې برخې مشري کوله.

په پنجشیر کې د طالبانو یوې سرچینې آماج ته د مقاومت جبهې سره د قومندان ملک د یوځای کیدو لامل د ده او د پنجشیر د والي، مولوي قدرت الله ترمنځ خپل منځي اختلافات بللی دی.

د قومندان ملک یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د طالبانو له بیا راڅرګندیدو وروسته یې د پنجشیر په دره کې د طالبانو بیرغ پورته کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ