د پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو په ګډون د کابل شمال ولایتونو کې د مقاومت جبهې د فعالیتونو له پراخېدو سره، اوس طالبانو له پکتیا څخه بامیانو ته ۱۵۰۰ تازه نفسه جنګیالي استولي.
د ۲۰۳ منصوري قول اوردو د پینځمې لوا قومندان ملا شیر محمد چې دا ځواکونه یې رهبري کول وایي؛ چې ځینې لاسونه د بامیانو د ناامنه کولو په لټه کې دي او غواړي ستونزې جوړې کړي.
ملا شیرین زیاتوي: “دوی پیسې مصرفوي، یهود او نصارا چې مو دښمن دي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم چې پوهېږئ تر کومې کچې لاس وهنه کړي.”
په ورته وخت کې د ۲۰۳ منصوري قول اوردو د پینځمې لوا د پلان او اپراسیون رئیس وایي: “له دویم مقاومت څخه خبرې کېږي، نو اړتیا ده چې د بامیانو امنیت خراب نه شي.”
په بامیانو کې د دغه ځواکونو ځای پر ځای کول داسې وخت کې کېږي، چې د پسرلي فصل په رارسېدو سره د مقاومت جبهه د طالبانو په وړاندې له نویو صف جوړونو څخه خبرې کړي.