بدخشان ولایت کې د صورت او سیرت د اصلاح لپاره نوی امر قطعي شو

لخوا Aamaj News

د بدخشان په امر بالمعروف او نهیې عن المنکر ادراه کې چارواکي وايي چې دولتي ادارو ته د یاد وزارت په نوي حکم کې، په ټولو ادارو کې پر جماعت د لمونځ کولو، له شرعې سره سم د ټولو دولتي کارکوونکو صورت اوسیرت جوړول، د اسلامي حجاب رعایت او د ښځینه او نارینه کارکوونکو پر ګډه نه ناسته ولاړه باندې جدي ټینګار شوی.

بدخشان کې د یاړې ادارې رییس د یاد حکم پر عملي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ څوک چې له دې امر سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته؛ د خلکو په وړاندې ډې او سخت بندیزونه د طالبانو امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت لخوا وضع شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ