ملګري ملتونه: د القاعدې مشر د طالبانو له مشر سره خپل بیعت نوی کړی

لخوا Aamaj News

ملګري ملتونه پخپل نوي راپور کې د القاعدې او طالبانو د مشرانو ترمنځ له نږدې اړیکو خبر ورکوي.

په دغه ۲۵ مخیزه راپور کې ویل شوي؛ چې د طالبانو له بریا سره القاعدې د عمل لپاره لا زیاته خپلواکي ترلاسه کړې.

په دغه راپور کې اشاره شوې، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره خپل بیعت تجدید کړی دی.

د یاد راپور پر بنسټ، طالبان لا هم د القاعدې په ګډون ترهګرو ډلو ته د تېر په شان د امن پټنځایونه چمتو کړي.

د راپور له مخې؛ د طالبانو په کابینه کې هغه کسان ګومارل شوي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

تر دې وړاندې د سیمې او نړۍ ځینو استخباراتي او مالوماتي سرچینو په افغانستان کې د القاعدې د فعالیت بیا پیلېدو څخه اندېښنه ښودلې وه.

د امریکا یو شمېر پوځي چارواکو خبرداری ورکړی؛ چې په راتلونکو څو میاشتو کې به دغه ډله وکولی شي له افغانستانه بهر بریدونه په لارواچوي.

د یادونې وړ ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمن کېدو وروسته، د نړۍ هېوادونو په څو ځلې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده؛ خو طالبان ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هیواد پر وړاندې ونه کارول شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ