د سپین بیرغو یو کال واکمني؛ طالبانو له افغانستان سره څه وکړل؟

لخوا Jamshid Wakili

طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه له کابل څخه د اشرف غني له تښتېدو وروسته پلازمینه کې واک په لاس کې واخیست. او اوس یې پر افغانستان د واکمنۍ یو کال تېرېږي. خو طالبانو په دې یو کال موده کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو برخه کې کومې مثبتې لاسته راوړنې درلودې؟ آیا دوی بریالي شوي چې ملي او نړیواله کچه باندې ځانته څه مشروعیت ومومي؟ او آیا څوک د طالبانو سپین بیرغ لاندې د روښانه راتلونکي هیلې درلودلی شي؟

دې راپور کې پر افغانستان د طالبانو یو کال واکمنۍ کې د دوی د حکومت د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اړخونو څارنه او ارزونه شوې.

له مشروعیت پرته یو کال واکمني:

په تېر یو کال کې چې طالبان له کومې لویې ستونزې سره لاس او ګریوان وو کولی شو د دولت دارۍ د مشروعیت ستونزه وبولو. د یو کال په تېرېدو سره طالبان څه ناڅه د کورني او بهرني مشروعیت ستونزې لري. دا چې له یو کال وروسته دوی د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا د مشروعیت په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي، د دوی په حکومتوالۍ کې لویه نیمګړتیا څرګندوي. په دې وروستیو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کابل کې د القاعده ډلې د رهبر ایمن الظواهري وژل کېدو؛ د نړۍ هېوادونو لخوا د دې ډلې په رسمیت پېژندلو بهیر لا له ستونزو سره مخ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې له دې ورهاخوا دوی په کور دننه افغانستان کې هم له لویو ټولنیزو ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي او حتی د خپلو ملاتړو ډلو په منځ کې یې هم مقبولیت د له لاسه ورکولو په حال کې دی. د طالبانو ضد جبهو د فعالیتونو پراخېدل او بل پلو د طالبانو خپل منځ کې خپل منځي مخالفتونه او قومي او سمتي نښتې د طالبانو حکومت د لارې پر سر له عمده ستونزو څخه بلل کېږي.

په تېر یو کال کې یې د حکومت مشروعیت لپاره د دوی یوازینۍ هڅه د لویې جرګې تالار کې د د دوی د علماوو لویې ناستې رابلل وو. له هغه ځایه چې طالبان د هېوادوالو په رایه هېڅ ډول باور نه لري او په وینا یې خپل مشروعیت هم له دین اخلي؛ دې کړنې حد اقل پر دوی د باور لرونکو دیني ډلو ترمنځ د دوی مشروعیت پیاوړی کړ؛ خو له یادې ناستې د دوه میاشتو په تېرېدو سره لیدل کېږي چې دې طالبانو دې کړنې د دوی پر کورني او بهرني مقبولیت چندان اغېز نه درلود. دې غونډې په اړه د ډېری هېوادوالو لید لوری داسې چې ګواکي چې طالبان له دین ناوړه ګټه اخلي. ډېری هېوادوال له رسنیو سره په بېلابېلو خبرواترو کې د طالبانو له سیاست او د هېوادوالو په وړاندې د دوی له چلند خوښ نه برېښي.

په داسې حال کې چې طالبانو د خپل حکومت له پیل څخه تر اوسه تل حکومت له تنې څخه د غیر پښتون څېرو پر لرې کولو هڅه کړې؛ خو ګاونډي او د نړۍ حکومت تل افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت جوړېدو په اړه په خپلو موضعو ټینګار کوي. په وروستیو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو د تاشکند په ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې د يو ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو لاس پورې کړي خو طالبانو تل د ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو دا غوښتنه نالیدلې نیولې او په یو بڼه پر خپله قومي او قبیلوي حکومتوالۍ باندې ټینګار کړي.

د واکمنۍ په دې یو کال کې طالبان له کورني اړخ څخه هم د مشروعیت له سختو ستونزو سره لاس او کرېوان دي. د طالبانو په وړاندې په پنجشېر، د بغلان انداربونو، کاپیسا، تخار، سمنګان، سرپل او د افغانستان نورو سیمو کې د مقاومتونو زور اخیستو تر څنګ، په شمال کې د دوی ځینې نوموتي قومندان هم د دې ډلې له واکمنۍ ښې خاطرې نه لري. د همدې خپلمنځي مخلافتونو پایله کې د طالبانو یوازیني نوموتي هزاره قومندان مولوي مهدي د یادې ډلې په وړاندې په وسلوال مخالفت لاس پورې کړ. مولوي مهدي جې د افغانستان شیعه مذهبو ته د نه پاملرنې له امله د طالبانو حکومت له تنې بېل شوی وو، اوس د بلخاب د پایو په غره کې د طالبانو په وړاندې په مبارزه او جګړه‌ییزو ځواکونو په را ټولولو بوخت دی.

د طالبانو یو شمېر ازبېک قومندانو له ډلې قاري صلاح‌الدین ایوبي، مخدوم عالم او مولوي عطا‌ الله عمري د یادې ډلې لخوا یا بې وسلې شوي او یا په تشریفاتي ځایونو کې ګمارل شوي. همداشان پنجشېر کې د طالبانو د امینت آمر عبدالحمید خراساني هم له دندې ګوښه شو. دا ټول د یادې ډلې له غیر پښتون غړو سره د طالبانو د قومي او ژبنیو دوه ګونو چلندونو ښکارندویي کوي.

په همدې ډول طالبانو په تېرو یولس میاشتو کې وښودل چې د هغه څه خلاف چې ادعا یې کړله، افغانستان کې د سرتاسري حاکمیت پر ټینګښت نه دي توانېدلي. هره ورځ د افغانستان او نړۍ د رسنیو لخوا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د وسلوالو غلاوو، بډې اخیستلو، هدفي او نامالومو وژنو راپورونه خپرېږي، چې د هېواد امنیت په ټینګښت کې د طالبانو توان نه درلود په ګوته کوي.

د طالبانو مخالفې ډلې هم ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او په دې یو کال کې د مقاومت جبهې چریکي بریدونه هم زیات شوي دي. په وروستیو کې د ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود د طالبانو په وړاندې جګړه کې د بوختو چریکیانو شمېر ۳ زره تنه ښودلی. بل پلو د آزادۍ جبهې، سپاه آزادي او د آزاده ګانو ملي جبهې په څېر نورې جبهې هم ورځ تر بلې د طالبانو په وړاندې مبارزه کې پراخېږي.

د خپل یو کال حکومت په ترڅ کې د یو بل منلو لپاره د طالبانو یوازینۍ هڅه د اړیکو کمیسیون جوړول وو چې هغه هم له بهر څخه هېواد ته د یو شمېر بدنومه سیاسي څېرو د راوستلو له امله د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شو. د اړیکو کمیسیون تر اوسه بریالی شوی چې د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب، د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ، د پخواني دولت د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، د تېر حکومت د مالیې وزیر امین ارسلان، د افغانستان شمال کې یو تن ازبیک سیمه‌ییز قومندان نظام‌الدین قیصاري، او د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي افغانستان ته راولي.

خو له دې کړنو سره دوی لا نه دي توانېدلي چې کورنی یا بهرنی مشروعیت ترلاسه کړي.

طالبان او له نړۍ سره د دوی کمزورې اړیکه:

طالبان نه دي توانېدلي په تېر یو کال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نیکې اړیکې جوړې کړي. په دې یو کال کې دوی څو ځلې د ایران له پوله ساتو ځواکونو سره نښتو کې ښکېل شوي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو په ځانګړي ډول تاجېکستان سره یې تل خپل بد نیت نندارې ته وړاندې کړی دی. په کورنیو چارو کې د طالبانو بې پامه چلند هم په بهرنی او نړیواله کچه د اندېښنو لامل شوی. د نړیوالو ترورېستانو د پاڅېدو پر ځای د افغانستان بیا بدلېدو او د دوی یو کال حکومت وروسته د طالبانو لخوا د بشر حقونو قوانینو نه رعایت کولو په اړه د نړۍ اندېښنې څه ناڅه پاتې دي. په ځانګړي ډول د کابل په زړه کې ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته دا اندېښنې په څو چنده ډېرې شوې دي او د طالبانو په وړاندې د نړې په ځانګړي ډول د لوېدیځو هېوادونو باور یې له پخوا ډېر زیانمن کړی دی.

له هغې وړاندې افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود د ملي مقاومت جبهې له جوړولو وروسته له بي‌بي‌سي فارسي ټلویزیون سره په خپله لومړنۍ تولیزیوني مرکه کې، د نړۍ او ګاونډ هېوادونو ته په خطاب کې دوه ته د افغانستان خاورې دننه د مذهبي ترورېزم له پراخېدو خبرداری ورکړی وو.
د افغانستان خاوره کې د داعش ډلې پراختیا د نړۍ او ګاونډ هېوادونو یوه بله اندېښنه ده چې طالبان یې لا په کنټرول نه دي بریالي شوي. داس اوس هم افغانستان کې د بریدونو پړه پر غاړه اخلي او د لویې جرګې پر تالار برید ته ورته پېښو کې له بریدګرو د داعش بیرق ترلاسه شو. بل پلو د افغانستان شیعه مذهبه سیمو کې د بریدونو مسوولیت هم د خراسان داعش ډلې پر غاړه واخیست. د راپورونو پر بنسټ د افغانستان ځینو سیمو کې چې طالب جنګیالي د طالبانو واکمنۍ ښه خاطره نه لري له داعش ډلې سره یو ځای شوي.

د بشر حقونو د څار بنسټ راپور ورکړ چې طالبانو په خپل سري ډول یو زیات شمېر خلک له داعش سره د اړیکې درلودلو په تور وهلي ډبولي او په قتل رسولي دي.

همداشان نړیوالو باوري بنسټو لخوا له افغانستان څخه د بهرنیو دفترونو د کارکوونکو وتلو په تړاو د طالبانو ممانعت، د فارن پالیسي خبریالې تښتولو او په ځانګړو سیمو کې د طالبانو د وهلو ډبلو په نړیواله کچه د یادې ډلې پر باور منفي اغېز کړی دی.

که څه د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه د امریکا او ملاتړو لپاره یې چې تېر شل کاله یې د افغانستان خاوره کې د دې پدېدې د له منځه وړلو لپاره شتون درلود ساده کړنه نه ده. اوس مهال د طالبانو یو کال واکمنۍ پورې لیدل کېږي چې اورپایي هېوادونو او امریکا لا د طالبانو حکومت په اړه جدي پرېکړه نه ده کړې او ښایي لا هم د ابهام او تردید په دوه لارې کې دي. پاکستان کې د حکومت له بدلون سره او د پاکستان دولتي مشرانو لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو لوړ غږونه هم بند شوي. داسې برېښي چې دې ډلې خپل لوی نړیوال ملاتړی چې عمران خان یې رهبري کړله له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د موضوع په اړه د چین او روسیې د استازو خبرو اترو د طالبانو منلو لپاره د یو سیمه ییز ائتلاف ګومانونه زیات کړي دي، خو لا کومه پایله نه لري.

په وروستیو کې د تاشکند ناسته چې د طالبانو د استازو په ګډون سره جوړه شوې وه، د شمالي هېوادونو لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره یوه هیله وه. طالبانو دا ناسته د خپل حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او ادعا یې وکړه چې د نړۍ هېوادونو ورسره د یو رسمي دولت په توګه چلند کړی دی، چې وروسته د اروپایي ټولنې په کډونو د ځینو هېوادونو لخوا د دوی دا ادعا رد شوه.

د مقاومت جبهې د نړۍ هېوادونو لخوا د طالبانو نه مقبولیت د یادې جبهې لاسته راوړنه بللې او تل یې د نړۍ له هېوادونو د طالبان په رسمیت نه پېژندلو لپاره مننه کړې ده.

د طالبانو رهبر ملا هبت الله ته منسوب لومړی غږیز پیغام چې د لویې جرګې تالار کې د نوموړي له وینا څخه خپور شوی وو دا ښودله چې شته کسانو ته په خطاب کې وایي چې له بهرنیو هېوادونو سره یې هېڅ ډول تعامل نه دی کړی او د اسلام دین لپاره به تل د کفر ملاتړ هېوادونو سره په جګړه کې وي.

عمومي عفوه او د طالبان خپلسرې وژنې:

طالبان د تېر میلادي کال اګېسټ میاشت کې د واک لاس کې اخیستو سره عمومي عفوه اعلان کړه. د یاد فرمان سره سم ټول هغه کسان چې له طالبانو سره مخالفت کې وو او یا یې تېر نظام کې کوم ماموریت درلود بښل شوي وو؛ خو دې یو کال کې د طالبانو چلند وښودله چې د دوی د عفوې فرمان له غولولو او دروغو پرته بل څه نه وو.

د بشري حقونو د څار سازمان تل په پنجشېر، اندراب او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو په خپلسري وژنو او پر ملکي وګړو له ظلمونو اندېښنه ښودلې ده. د دې سربېره چې طالب چارواکي تل یادې ادعاوې ردوي؛ خو راپورونه ښایي چې طالبان د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ او ځینې وخت د تاجېک والي په تور ملکي خلک شکنجه کوي او ډزې ورباندې کوي.

دیني عالمان هم څو ځلې د طالبان حکومت کې موخه ګرځېدلي او وژل شوي. دې وروستیو کې د هغه دیني علماوو د وژل کېدو راپورونه ډېرۍ رسنیو کې خپرېږي چې د طالبانو دیني سیاستونو مخالف دي . یو شمېر دغه دیني عالمان د داعش تر نوم لاندې هم وژل کېږي.

ملکي وګړي، د بشر حقونو فعالین، خبریالان او پوخواني پوځیان په تېر یو کال کې د افغانستان تر ټول زیانمن شوي قشرونه شمېرل کېږي.

د هېواد اقتصادي برخې اداره کې د ناتوانایي:

د طالبانو کسانو چې په تېرو شل کالونو کې په غرونو او دښتو کې له جګړې پرته بل څه نه وو تجربه کړي یو ځلي یې د یو هېواد پر حاکمیت تکیه وکړه. دوی د یو هېواد د اقتصاد پر مخ وړلو څخه ژوره پوه نه درلوده او له مډرنې اقتصادي چرخې سره نابلده دي. له دې امله افغانستان کې د خپلې واکمنۍ لومړیو ورځو کې یې وښودله چې د هېواد اقتصادي ادارې وړتیا نه لري.

همداشان د پخواني دولت ډېری مامورینو او دولت دارۍ کې د با تجربه کستان تېښته د دې لامل شوه چې د دولت دارۍ سیستم او نظام په ټولو برخو کې سقوط وکړي.

بېوزلي، بېکاري او د هېواد کمزوری اقتصاد د طالبانو حکومت له جدي کړکېچونو څخه دي. د طالبانو یو کال حکومتوالۍ سره لا هم د خلکو اصلي اندېښنه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندل دي. د بېوزلۍ او بې کارۍ شمېرې په بې مخینې ډول لوړې شوې دي او د افغانستان یو مطلق اکثریت وګړي له بېکارۍ کړېږي. د هېوادوالو اقتصادي کمزورتیا افغانستان کې د بې شمېره ناامنیو لامل شوې. د صادراتو او وارداتو سیستم فلج پاتې کېدل او خلکو ته د کار موندلو برخه کې د طالبانو کمزورتیا ورځ تر بلې افغانستان کې د ژوند وضعیت ترینګلی کوي.

له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د منظم سیستم نشتوالی، د پرمختیایي او اقتصادي پروګرامونو نشتوالی، د بزګرانو، مالدارانو او سوداګرو په ملاتړ کې د طالبانو نه‌شتون، بې‌کاري او د خلکو د میاشتني عاید نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری افغانان له هېواده وتښتي. او په افغانستان کې د سوکاله ژوند هیله له لاسه ورکړي.

د طالبانو په حکومت کې د نژادي، ژبني او مذهبي فاشیزم اوج:

طالبان له پیله د یوې سختې دریځه مذهبي ډلې په توګه راڅرګند شول چې په یو ځانګړي توکم او جغرافیه پورې اړه لري.

که څه هم طالبانو ظاهراً د نورو توکمونو پر وړاندې نرم دریځ غوره کړ. خو وروسته ورو ورو ولیدل شول چې د طالبانو په قومي او مذهبي ایډیالوژۍ کې ډېر بدلون نه دی راغلی.

دا چې د یو کال په تېرېدو سره دا ستونزه ورځ تر بلې جدي او ډېرېږي. حتی د پښتنو تر منځ هم قبیلوي دوه ګوني چلند زور اخیستی. د طالبانو په حکومت کې د توکمیزو احصایو په اړه د آماج نیوز څېړنه چې له تېر یوه کال راهیسې هره میاشت خپرېږي، ښایي چې د طالبانو په حکومت کې ډېری چارواکي پښتانه دي او د طالبانو په حکومت کې غیر پښتانه قومونه هېڅ واک او صلاحیت نه لري. طالبانو تل هڅه کړې چې غیر پښتون سیاسي مشران او قومندانان بې وسلې کړي او د خپل حکومت له اصلي تنې یې لرې کړي.

د توکم، ژبې او مذهب تر نوم لاندې شکنجې او خپل سرې وژنې هره ورځ په افغانستان کې دوام لري. له مولوي مهدي سره له نښتې وروسته بلخاب کې د ملکي وګړو وژنې پر مدني او انساني حق او حقونو باندې د دې ډلې بې باورې ښکاروي. د طالبانو حکومت په تنه کې د نورو قومونو هېڅ څېرې نشتون د دې لامل شوی تر څو جنکیالي یې د نورو قومونو په وړاندې د نژادي دوه کوني چلند په وړاندې د مرکزي حکومت لخوا هېڅ فشار احساس نه کړي.

بل پلو په وروستیو میاشتو کې د له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د پنجشېري وګړو نیول او شکنجه کول ډېر شوي. له سیمه‌ییزو سرچینو څخه د آماج د راپور پر بنسټ؛ طالبان په عمومي لارو کې د پنجشېریانو مبایلونه ګوري او د مقاومت جبهې د یو غړي د شمېرې موندلو او یاد د پنجشېر یو مجازي ګروپ کې د غړیتوب درلودلو په صورت کې دوی وهي او ډبوي.

همداشان په طالبانو پورې اړوند کسان په بلخ، بدخشان او تخار ولایتونو کې د غیر پښتونو توکمونو په ځورونه لاس پورې کوي او ځینې وخت د هېوادوالو ورځنی ژوند ګډو وډوي.

د طالبانو حکومت کې د ښځو، مدني فعالانو او د رسنیو د فعالانو ناوړه وضعیت:

طالبان چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د سندرو، ټلویزیون، فلم او داسې نورو نویو پدیدو سره سخت مخالف وو؛ د تېر کال په دوبي کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې دغه پدیدو ته ډېر پام ونکړ. خو ورو ورو د دوی څېرې تروې شوې او د ښځو، رسنیو، مدني فعالانو او نورو مخالفو ډلو په وړاندې د دوی چلند لا جدي او سخت شو.

په دې یوه کال کې ولیدل شول چې طالبان له ښځو، مدني فعالانو، رسنیو او خبریالانو سره کرکه لرونکی چلند لري. په دې موده کې طالبانو وښوده چې د ښځو پر حقونو باور نه لري. دوی د خپلې واکمنۍ د لومړیو ورځو برعکس، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې نوي بندیزونه لګولي دي. د طالبانو واکمنۍ د یو کال په تېرېدو سره لا د افغانستان په ډېری ښارونو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي؛ د ټلویزیونونو ښځینه ویاندویانې د خپرونې پر مهال خپل مخونه پټوي او ښځي ولایتونو او بهر ته له محرم پرته د سفر حق نه لري.

طالبانو د خپلو علماوو شورا کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه ښځو ته هېځ برخه ورنکړه. حتی یو شمېر طالب مشرانو ادعا وکړه، دا چې نارینه د همدې ښځو زامن دي کولي شي په ورته غونډو کې ګډون وکړي او د ښځو استازولي وکړي.

په پایله کې طالبان د خپلې واکمنۍ یو کال موده کې حتی نه دي توانېدلي د افغانستان اوسېدونکو لومړي حقونه پر ځای کړي او د خپل حکومت لپاره هم مشروعیت ترلاسه کړي. دا ډله له دین څخه په افراطي روایت سره ښځو، مدني او رسنیزو فعالینو او خپلو سیاسي مخالفینو ته هېڅ ډول حق او حقونو ته قایل نه دي.

‏‎سره له دې چې يو شمېر هېوادوال په هېواد کې نسبي امنيت ته زړه ښه کړی دی؛ خو طالبانو د افغانستان له خلکو سره په پوره شدت او غوسه چلند کړی او له دولسو میاشتو واکمنۍ وروسته د افغانستان په ټولو ښارونو کې ظلم، بېوزلي، شکنجه او بې عدالتي روانه ده.

په پایله کښې؛ د طالبانو یو کلن واکمنۍ وښوده چې دوی د هېواد د چارو په اداره کولو کې پاتې راغلي او د حکومتوالۍ په ډګر کې کمزوري دي. طالبان چې د حکومتولۍ په چارو کې یې پراخې ادعاوې کولې، لا هم نه دي توانیدلي چې د افغانستان اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت سم کړي او د یوه کال په تېرېدو د هېواد خلک د طالبانو له چلند څخه خوښ نه برېښي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ