د طالبانو امر بل معروف وزارت: هېڅوک د خلکو د شخصي مبایلونو د پلټولو حق نه لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت امر بل معروف او منکراتو څخه د نهيې وزارت وایي؛ چې امنیتي ځواکونه خق نه لري چې د خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې او یا یې مبایلونه، جېبونه، هټۍ او یا کورونه وپلټي.

دغه وزارت زیاتوي؛ که چېرې د دوی ځواکونه د چا شخصي حریم تر پښو لاندې کړي، سزا ورکول کېږي او د طالبانو له صفونو بهر کېږي.

دغه وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې مبایل یو شخصي وسیله ده، او د نورو شخصي مبایلونو پلټل د شخصي حریم تر پښو لاندې کول دي. په معروف باندې د امر وزارت وایي چې “د طالب ځواکونو اصلاح کولو ته ژمن دي.”

دغه وزارت له ښاریانو غوښتي؛ هرڅوک چې له ورته پېښو سره مخ کېږي، اړوند حوزو ته دې شکایت وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ