په کابل کې ځایي سرچینې تاییدوي چې طالبانو د «عدالت او آزادۍ لپاره د افغانستان د ښځو د غورځنګ» غړې پریسا آزاده له کابله نیولې ده.
سرچينه زياتوي، چې د طالبانو استخباراتو دغه لاريونکوونکې مېرمن نن (سهشنبه، د لړم ۲۵مه) د کابل په لوېديځ کې د «دشتبرچي» له سيمې نيولې او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولې ده.
ویل کېږي، چې مېرمن آزاده د اعتراضي پروګرام د جوړولو لپاره په کابل کې یوې چاپېمرکز ته د «بینر» جوړولو لپاره تللې و چې د طالبانو لهخوا ونیول شوه.
په کابل کې طالبانو تر اوسه د دغې مېرمنې د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوی په پرله پسې ډول د هېواد له بېلابېلو برخو څخه مظاهرېکوونکې ښځې نیولي دي.