طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې مو له ۲۱۰۰ څخه ډېر کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي

لخوا Aamaj News

په کابل کې طالب چارواکي وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له ۲۱۳۰ څخه ډېر کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

په همدې حال، د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ ويلي، چې دغه کسان په کابل کې د قتل، غلا، د شرابو‌څښلو او د وسلو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو څه باندې ۲۰زره افغانان په بېلابېلو تورونو په زندانونو کې ساتلي دي، چې ډېری یې د پنجشیر، کاپیسا، پروان او اندرابونو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په بېلابېلو تورونو د خلکو د نيولو او شکنجه‌کولو لړۍ ډېره شوې او خلک د موجه دليل پرته شکنجه کېږي او اعتراف ترې اخيستل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ