طالبان: هیڅ شخص د ملا هيبت‌الله له حکم پرته د قوشتپې ځمکې د وېش حق نه‌لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو د کرنې وزارت د قوشتپې د ځمکو د ویش په اړه راپورونه بې‌اساسه بللې او ویلي: «هیڅ شخص یا اداره د طالبانو د مشر ملا هیبت‌الله اخندزاده له حکم پرته د قوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د کارولو، ویشلو، پیرودلو او پلورلو حق نه لري.»

در دغه وزارت پرون (سه‌شنبه، د لړم ٢٣مه) په يوه اعلاميه کې له خلکو وغوښتل چې د دې ډلې د مشرتابه تر رسمي اعلان پورې دې د قوشتپې کانال د ځمکو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ ډول اقدام ونه‌کړي.

په تېرو ددو میاشتو کښې، د طالبانو له‌خوا د قوشتپې کانال د جوړېدو له پیل سره سم، د دغه کانال شاوخوا ځمکې د طالبانو له لوري په نښه شوي خلکو ته د وېش په اړه راپورونه خپاره شوی وو.

له بلې‌خوا د طالبانو د ریاست‌الوزراء مرستیال ملا برادر هم دغو راپورونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که څوک د قوشتپې کانال د ځمکې د وېش په نوم له خلکو څخه اسناد او پیسې ټولوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

د قوشتپې کانال شاوخوا ٢٧٠ کيلومتره اوږدوالى لري او د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه پيلېږي او له جوزجان څخه تر تېرېدو وروسته فارياب ولايت ته رسېږي.

په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو د ډېرو پیسو په لګولو سره د قوشتپې کانال پروژې پلي‌کولو ته پام اړولی دی. دغه کانال د امو سیند د اوبو یوه برخه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته غځوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه کانال به شاوخوا ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او تر درې ميليونو پورې خلک به ترې ګټه پورته کړي.

په همدې حال کې د ملي مقاومت جبهې تېر کال ویلي و چې طالبانو د قوشتپې کانال د شاوخوا ځمکې د وېش لړي يې پيل کړي دي. او دا ځمکې به «له پاکستان څخه لیږدول شوي تروریستانو او نورو غیر بومي خلکو ته» ورکول کیږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ