طالبان: د ښځو ستونزې د منل شوي کلتور او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ حل کوو

لخوا Aamaj News

د ښځو د یوالي نړیوالې ورځ، د مارچ اتمې له رارسېدو سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي: “د ښځو ستونزې د منل شوي کلتور او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ حل کوو”

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په افغانستان کې اوږدې جګړې افغان ښځې اړمنې کړې دي.

په بیانیه کې راغلي: “اسلامي امارت ژمن دی تر څو د ښځو ستونزو ته لاسرسی وکړي.”

نن د مارچ اتمه، د ښځو د یوالي نړیوالې ورځې سره برابره ده. په ورته وخت کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره پر ښځو بندیزونه هم رامنځته شوي. طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو د کار او ګډون حقونه ترې اخیستي.

په ورته وخت کې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال هیئت یا یوناما د مارچ اتمې په اړه ویلي: “هغه څه چې افغانستان کې تېرېږي یو ناورین دی.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ