ستانکزي: غوره ده چې هر هېواد خپله ستونزه په خپله حل کړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ترهګرۍ د نړیوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې ويلي، چې په هر هېواد کې ستونزې شته، «غوره ده چې هر هېواد خپله ستونزه په خپله حل کړي.»

ښاغلی ستانکزی چې ظاهراً هدف يې پاکستان و؛ خو هغه د دغه هیواد یادونه ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د اسلام‌آباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ناامنۍ او ترهګریز بریدونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو تل د دغه هېواد د ناامنیو پړه پر افغان طالبانو اچولې او ویلي یې دي چې «ترهګر» له افغانستانه پاکستان ته راځي؛ هغه ادعا چې افغان طالبانو په وار وار رد کړې ده.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Afro Live Radio November 5, 2023 - 7:40 am

As I website owner I believe the content material here is really good appreciate it for your efforts.

ځواب

یو نظر پریږدئ