د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو د تعلیم او کار د بندېز په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د غړو د اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د «ښځو تعلیم او کار دوه وړې او داخلي مسایل دي.»
مجاهد نن (چهارشنبه د تلې ۵مه) په «ایکس» ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: «د ملګرو ملتونو په غونډه کې باید د (اسلامي امارت) په رسمیتپېژندلو خبرې شوې وای.»
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر نورو مسایلو لکه «عمومي بخښنه، په افغانستان کې امنیت، سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ او نورو مسایلو ته پام نه دی کړی.»
د هغه په وينا، په دې ناسته کې بايد د بنديزونو د لېرې کولو او د افغانستان د کنګل شويو پيسو د خلاصون په اړه ټينګار شوى واى.
مجاهد ادعا کړې ده:«متعصبې کړۍ لا هم له موږ سره په جګړه کې دي او ملګري ملتونه هم یرغمل نیول شوي او زموږ پر ضد کارول کیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ځینو هېوادونو استازو د ترهګرو ډلو د شتون، د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړي.