طالبانو په وردګو کې د ۴۰۰زره ډالرو په لګښت یو جومات جوړوي

لخوا Aamaj News

په بلخ کې د ۱۵۰‌زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ديني مدرسې د بنسټ ډبرې له ایښودلو وروسته، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس وايي چې دغې ډلې په میدان‌وردګو کې د ۴۰۰زره ډالرو په لګښت د یوه جومات د جوړولو کار پیل کړی دی.

باختر آژانس نن (یک‌شنبه د ميزان دوهمه) ليکلي دي دغه دوه پوړيزه جومات په نهه جريبه ځمکه کې د سلګونو تنو لمونځ کوونکو د ظرفيت په لرلو سره جوړيږي.

طالبان وايي چې دغه جومات به د وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۵۰زره ډالرو په لګښت د یوه ديني مدرسې د جوړېدو چارې پیل کړې.

د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د مدرسو او جوماتونو جوړول په داسې حال کې په ستر لګښت روان دي چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له یو ملیون څخه ډیر خلک په «بیړنۍ کچه د لوږې» سره مخ دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Huda Radio FM November 5, 2023 - 7:37 am

This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place

ځواب

یو نظر پریږدئ