طالبان: په ټولنیزو رسنیو کې د شکایتونو خپرول منفي اړخ لري؛ اړوند بنسټونو ته شکایت وکړی

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت عدلیې وزارت له خلکو او خپلو ځواکونو غوښتي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د شکابت کړلو پر ځای؛ باید اړوند بنسټونو کې شکایت وکړي.

د طالبانو عدلیې وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې ټولنیزو رسنیو کې د شکایتونو خپرول منفي اړخ لري او غلطه ګټه ترې اخیستل کېږي. د عدلیې وزارت د اعلام سره سم، په دې صورت کې ” د ګټې پر ځای، ضرر رامنځته کېږي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د رسنیو او په ټولنیزو رسنیوکې د خلکو له لوري د طالب ځواکونو له بدو کړنو، د د دوی لخوا د تیر حکومت د ځواکونو د وژلو او نورو ناقانونه کړنو څخه خورا ډېر راپورونه خپاره شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ