طالبانو د بندیانو د وهلو او شکنجه‌کولو په اړه د یوناما راپور رد کړل

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بندیانو د وهلو، شکنجې او ناوړه چلند په اړه د یوناما نوی راپور رد کړی دی.

ذبیح‌الله په یوه بیان کې ويلي: «د افغانستان توقیف‌خانو او زندانونو په شمول په هیڅ ملکي او نظامي اداره کې وهل، ټکول او ځورول اجازه نه لري.»

ښاغلي مجاهد په افغانستان کې د بندیانو په اړه د یوناما راپور «دروغ او پروپاګند» وباله.

د طالبانو ویاند زیاته کړی، چې د دې ډلې په زندانونو کې د بندیانو لپاره هر ډول خدمات وړاندې کیږي، د تعلیم او ښې اسانتیاوې زمینه ورته برابریږي او هیڅ بندی په سختیو او کړاوونو کې ژوند نه‌کوي.

د ذبیح‌الله مجاهد په وینا: «کله چې امریکایان په افغانستان کې وو، په زرګونو افغانان د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې شکنجه کیدل او له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې وو.»

د طالبانو ویاند د دغه ډول راپورونو خپرول د «دغي ډلې د رژیم» پر ضد د عقدې نه ډګ چلند بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما نن د یوه راپور په خپرولو سره طالبان له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړی او ویلي، چې طالبان په خپلو زندانونو کې بندیان د برښنايي‌شاکونو، ساه‌بندۍ او وهلو ټکولو سره شکنجه کوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

movies watch September 20, 2023 - 4:25 pm ځواب

یو نظر پریږدئ