ندامحمد ندیم: مونږ د غرب په غوښتنه د «شریعت» له یوې برخې څخه به هم تېر نه‌شو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي چې دا ډله د لویدیځ په غوښتنه د «شریعت» له یوې برخې څخه به هم تېر نه‌شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه د سنبلې ۲۸مه) په فاریاب ولایت کې په یوه عامه غونډه کې کړې.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزير د دغه ولايت له اوسېدونکو وغوښتل چې پر دغې ډلې باور وکړي او د دښمن په تبليغاتي جګړه کې دې دوکه نه شي.

د طالبانو رژيم د افغانستان د بيا کنټرول په ترلاسه کولو سره د «اسلامي شريعت د تطبيق» تر عنوان لاندې د ښځو، توکمونو او مذهبونو پر وړاندې پراخ محدوديتونه وضع کړي دي.

له بلې‌خوا په تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د یوه جامع‌حکومت په جوړولو سره د افغانستان د نړیوال انزوا او بشري ناورین مخه ونیسي.

خو طالب ډلې د نړیوالې ټولنې غوښتنې له پامه غورځولې او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغې ډلې حاکمیت په رسمیت وپیژني.

تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ