په پکتيا کې د امريکايي بېپيلوټه الوتکو له ګزمې او په ګردېز ښار کې د درنو ډزو سره سم، په دغه ولايت کې طالبانو اعلان کړي چې پر بېپيلوټه الوتکو يې ډزونه کړي دي.
په ګردیز کې یوې سرچینې آماج ته وويل: «پرون د سهار له لسو بجو څخه تر دولسو بجو پورې یوې بېپیلوټه الوتکې په هوا کې ګزمه کوله، زه شاهد وم چې یو ځای یې په نښه کړ.»
له بلېخوا یوې بلې سرچینې ویلي، چې ناپېژانده بېپیلوټه الوتکې له درېیو ساعتونو ډېر وخت د پکتیا پر ۲۰۳منصوري قول اردو کې ګزمه کوله.
له بلېخوا له ګردېز ښار څخه ځايي خبريالانو خبر ورکړى، چې پرون ماښام (دوشنبه) يې د درنې جګړې غږ واورېد او په پکتيا قول اردو کې طالبانو له خلکو وغوښتل، چې پر دې بېپيلوټه الوتکې د «درنو وسلو» ډزې وکړي.
تر دې مخکې طالبانو امریکا د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونې تورنه کړې وه. د طالبانو د پوځ مشر فصیحالدین فطرت او شیر محمد عباس ستانکزي تر دې مخکې ویلي وو چې د هېواد هوايي حریم لا هم د امریکا په اشغال کې دی.