د «معادنو د تاراج» په درشل کې؛ د چین سفیر حقاني ته: د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د چین نوي سفیر ژیو چینګ د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي چې بیجینګ د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمبین قانع د «ایکس» په پلیټ‌فارم کې خبر ورکړی چې په کابل کې د چین نوي سفیر د دې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

ښاغلي جیو چینګ ويلي چې هیواد یې د افغانستان خپلواکۍ، عقیدې او کلتور ته پوره درناوی لري او ټینګار یې کړی: «بیجینګ د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري.»

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله تېر شوي او په دې موده کې هېواد په بېلابېلو برخو کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی، د چین سفیر له دغې ډلې «هیله» څرګنده کړې او طالبانو ته په خطاب سره ویلي یې دي چې افغانستان په دې برخه کې په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو سکټورونو کې«د پام وړ پرمختګ» کړی دی.

د طالبانو چارواکي باید «له نړۍ سره د تعامل په برخه کې نورې ښې لاسته راوړنې هم ولري.»

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د چین له سیاستونو مننه کړې او ویلي یې دي چې په کابل کې پخواني سفیر په افغانستان کې خپل ماموریت په «سمه طریقه» بشپړ کړی او په سختو شرایطو کې یې د چین او افغانستان اړیکې «دوستانه او نږدې» ساتلي دي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ