په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب خپور شوی چې ښيي د طالبانو نظامي محکمې د کابل د برېښنا شرکت مشر ملا احمد د خپل ساتونکي د جنسيتیري له تور څخه برائت ورکړی دی.
په هغه ليک کې چې په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى، ښيي چې د کابل په زون کې د طالبانو د نظامي محکمې قاضي عبدالغفار رحماني دغه موضوع د ملا احمد پر ضد «تهمت» بللې او پر ساتونکي يې د جنسي تېري خپاره شوی ويډيو کلیپونه يې «جعلي او درواغ» بللې او ملا احمد ته يې برائت ورکړي دي.څه موده وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د برشنا د مشر يو ويډيو خپور شو، چې هغه له خپل ساتونکي سره ويده ښکارېده.
له هغې وروسته د برشنا د مشر لهخوا په یوه لیک کې ښودل شوي و چې د طالبانو مشرتابه ملا احمد له کابل څخه کندهار ته رابللی دی.
د دغه ویډیو کليپ خپرېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شول.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو د دغې ډلې د یوشمېر چارواکو غیراخلاقي ویډیو کلیپونو د مدني ټولنې د یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.