طالبان: د ناګورنو قره‌باغ په جګړه کې د ارمنستان پر وړاندې د اذربایجان ملاتړ کوو

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا ډله له ارمنستان سره په جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کوي، ځکه د ده په وینا د اذربایجان مسله د دغه هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ده.

د طالبانو ویاند له یوې اذربایجاني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړی ده:«موږ، طالبانو تل د یو بل د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د ټولو هېوادونو د درناوي دفاع کړې ده، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا مسله ډیره مهمه ده، زما په اند د اذربایجان لپاره هم مساوي اهمیت لري.»

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې دوی چمتو دي چې «په افغانستان کې د اذربایجان سفارت پرانیزي» او ورته مناسب کاري شرایط برابر کړي.

د طالبانو ویاند د طالبانو او اذربایجان ترمنځ پر ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار کړی او زیاته یې کړه چې دغه ډله چمتو ده چې په اذربایجان کې خپله ډیپلوماټیکه نمایندګي ولري.

د طالبانو د ویاند دا خبرې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې ارمنستان پر سرحدي سیمو کې د برید له امله آذربايجان غندلی دی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

movies watch September 16, 2023 - 11:43 am ځواب

یو نظر پریږدئ