د بریتانیا “تلګراف” ورځپاڼې راپور ورکړی؛ طالب جنکیالي چې وړاندې یې د خدای د رضا لپاره جکړه کوله او د ډوډۍ اخیستلو توان نه لري.
تلګراف ورځپاڼې له ځینو طالب جنګیالیو سره مرکه کړې چې د یادو مرکو پر بنسټ؛ اوس دغه جنګیالي د پیسو غوښتونکي دي. دوی وایي چې د اشرف غني په وړاندې بې له کومې تنخوا څخه وجنګېدل خو اوس خوړو او تنخوا ته اړتیا لري.
له دې ډلې یو جنګیالی وایي: “موږ تېر ۲۰ کاله بې له کومې تنخوا ” معاش” څخه جګړه وکړه او که راتلونکي کې هم اړتیا شي همداسې به وکړو. خو زه وایم د دې بهیر دوام ستونزمن دی. کله چې زه څو ماشومان لرم، نشم کولی داسې کړنه ترسره کړم. زه غواړم طالبان پرېږدم.”
یو بل جنګیالی چې اوسمهال د دارالمان قصر د ساتنې دنده پر غاړه لري وایي؛ چې دوی خوښ چې څو کاله د خدای د رضا لپاره بې له تنخوا “معاش” وجنګېدل، خو اوس د ښوونکو په توګه معاش غواړي.
تلګراف د خلکو څخه په نقل قول زیاته کړې؛ چې طالبان له ښار څخه لرې پرتو سیمو کې له کورونو ډوډۍ ټولوي او کوم عاید نه لري.
د کارپوهانو په وینا؛ ځوان طالبان تل بې تنخوا جنګېدلي او جنګېږي، خو د منځني سن لرونکي طالبان وړاندې هم په یو ډول پیسې ترلاسه کولې او اوس یې هم ترلاسه کوي.
یو شمېر طالب قومندانان د خپلو سرتېرو د اوسني وضعیت ته په اندېښنه کې دي، دوی وایي ښایي هغه جنګیالي چې معاش نه لري، د طالبانو صفونه پرېږدي او د پیسو لپاره داعش ته ورته ډلو سره یوځای شي.
افغانستان اوسمهال کې له سختې لوږې او بېوزلۍ سره لاس او ګریوان دی. دا وخت دی چې ښایي به طارب جنګیالي وفادار پاتې کېږي او که نه؟