د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هلمند ولایت د کجکي بند د اوبو کچه لوړه شوې ده. د باختر آژانس دغه خبر اوس حذف کړى دى.
باختر خبري آژانس د کندهار د برېښنا ریاست د یوه چارواکي محمدارشاد احمدي له قوله ویلي و، چې د اوبو د کچې د لوړوالي، د اوبو د مدیریت او د کجکي په بند کې د توربینونو د ظرفیت د لوړوالي له امله د کندهار ښار برېښنا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و، چې د هيرمند هوکړې ته ژمن دي.
خو د وچکالۍ او د بارانونو د کمښت له امله د افغانستان په بندونو کې کافي اوبه نشته.
خو د ايران اسلامي جمهوري دولت د کمالخان او کجکي بندونو د سټلایټي عکسونو په حواله ادعا کړې وو چې دا بندونه کافي اوبه لري.د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا په دې وروستیو کې د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر علي سلاجقه له قوله راپور ورکړی چې طالبانو د هيرمند سیند کې د ایران د حقابی په اړه نرمښت ښودلی او دا لانجه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شوې ده.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې ابراهیم رئیسي سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر په ترڅ کې طالبانو ته د هيرمند د حقابی د تامینولو پر سر ګواښ کړي وو.په ۱۳۵۱لمريز کال کې ایران او افغانستان د هیرمند سیند د اوبو د ویشلو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایران کلنۍ سهم ۸۱۷میلیون مترمکعبه اوبو ده.