د طالبانو د ریاست‌الوزرا سرپرست: پر جوماتونو برید د دښمن کمزورتیا څرګندوي

لخوا Aamaj News

په بدخشان کې د طالبانو د پخواني مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې د پروني برید په غبرګون کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا د سرپرست مولوي عبدالکبیر ویلي دي چې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو برید د دښمن د کمزورتیا نښه ده.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا دفتر په اعلامیه کې ویلي: «په جوماتونو او مذهبي مراسمو باندې بریدونه د دښمن کمزوري او له اسلامي احکامو او مقدساتو سره ښکاره دښمني څرګندوي، چې په هیڅ صورت د توجیه وړ نه ده.»

د طالبانو د ریاست‌الوزرا سرپرست دغه برید په کلکه غندلی او د دغې ډلې جنګیالیو ته یې امر کړی چې د پېښې عاملین پیدا او شرعي محکمې ته یې وسپاري.

د بدخشان ولایت په یوه جومات کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید چې شاوخوا شل کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل، له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ