د طالبانو ډلې ایران ته نږدې نیمروز ولایت کې «نظامي تمرینونه» ترسره کړل

لخوا Aamaj News

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبرې آژانس په يوه رپوټ کې ليکلي دي چې د طالبانو د ډلې د درېيم سرحدي کنډک ځواکونو په نيمروز ولايت کې پوځي تمرينونه او د درنو وسلو آزمايښتونه ترسره کړي دی.

دغه خبري آژانس د نيمروز د سرحدي لوا د دريم کنډک د ارکان رييس محمدنبي ملاورور له خولې ويلي چې دغه تمرينونه په زرنج ښار کې د «مسلکي ښوونکو» له‌خوا د لسګونو طالب جنګياليو، طالب امنيتي او سرحدي ځواکونو د لا زياتې تجربې د ترلاسه کولو په موخه په لاره اچول شوي وو.

ملاورور زياته کړه، چې په دغو تمرينونو کې د درنو وسلو د سمې کارونې لارې چارې هم ښوول شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ